محمد مرسي: د مسلمانانو د مقدساتو پرضد کمپاین د منلو نه دی

د خپريدو وخت: 01:26 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391

د مصر ولسمشر محمد مرسي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل د مسلمانانو د مقدساتو پرضد کمپان د منلو نه دی.

د مصر ولسمشر محمد مرسي وايي په نړۍ کې د مسلمانانو د مقدساتو پرضد ناوړه کمپاین د منلو نه دی. ښاغلي مرسي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته یې وینا کوله دغه راز د دوه مخو معیارونو د ختمولو غوښتنه وکړه. هغه وویل ټولو مذهبي او فرهنګي نظریاتو ته باید درناوی وشي.

ښاغلي مرسي د اسلام پیغمبر ته سپکوونکي فلم ته چې امریکا کې جوړ او خپور شوی په اشارې وویل مصر د بیان د آزادۍ ملاتړ کوي نه داسې آزادۍ ته چې د نورو د سپکاوي لپاره وکارول شي.

د مصر ولسمشر د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ نه د سوریې او فلسیطین په برخه کې د عدالت غوښتنه هم وکړه.

نوموړي وویل په سوریه کې باید د وینې تویدنې او بشري بحران ته د پای ټکې کیښودل شي.

"کله چې موږ په دې نړیوالې غونډې کې خبرې کوو موږ باید دغه یوه پوښتنه چې د ټولې نړۍ د اندیښنې وړ ده ځواب کړو. دا په سوریه کې د وینې تویدنې او انساني غمیزې پوښتنه ده. زموږ اصلي او اوله اندیښنه دا ده چې په سوریه کې باید د وینې تویدل په عاجله توګه بند شي. د سوریې خلک د هر مصري زړه ته ورنیژدي دي او هر مصری غواړي چې د سوریې خلک له آزادۍ برخمن شي."

دغه راز ښاغلي مرسي فلسطینیانو ته هم د خپلواکۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د فلسطین خلک هم باید د خپلواکۍ مزه وڅکي.

"لومړنۍ موضوع چې نړۍ یې باید د هوارولو لپاره هر ګام واخلي د فلسطین موضوع ده. ډیره موده وشوه چې د فلسطین خلک د بشپړو حقوقو د درلودولو هڅې کوي او غواړي چې خپلواکه هیواد ولري چې مرکز یې بیت المقدس وي. له ټولو هڅو سره سره تراوسه پورې د فلسطین د خلکو هیلو ته نړیوال مشروعیت نه دی ورکړل شوی."

د مصر ولسمشر وویل دا د شرم خبره ده چې آزاده نړۍ دا مني چې په نړیواله ټولنه کې یو لوری د یوه ملت حقونو ته غاړه نه ږدي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .