برتانیا د ټولنیزو خدمتونو ادارې ګرمې وبلل شوې

د خپريدو وخت: 17:11 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391

د دې پلټنې امر په روچډېل سيمه کې د جنسي تېري تر يوې پېښې وروسته ورکړل شو.

په برتانیا کې د نجونو د بې لارې کونې رسوايۍ په اړه يو راپور په ډاګه کړې، چې ټولنيزو ادارو او پوليسو داسې فرصتونه له لاسه ورکړي چې د انګلستان په روچډېل سيمه کې له وړو نجونو د جنسي ګټې مخنيوی وکړي.

دغه خبره وروسته له هغه رابرسېره کېږي، چې په تېره مې مياشت کې تر ۱۳ کلنو پورې وړو نجونو له بې لارې کونې په تړاو ۹ تنه په بند محکوم شول.

دا ادعا په هغه نوي راپور کې شوې ده چې د کوچنيانو د ساتنې د بنسټ له خوا خپور شوى دى.

نوموړى بنسټ د دې کړونو پړه پر لږ مسلکي کارکونکو او نيمگړې روزنې اچولې ده. دا راپور وروسته له هغه خپور شو چې د روان کال د مې په مياشت کې ٩ کسان د جنسي تېريو په تور بنديان شول.

دوى د يوې ١٣ کلنې نجلۍ په گډون د ځوانو نجونو د بې لارې کولو مسوليت په غاړه درلود.

د دې پلټنې امر په روچډېل سيمه کې د جنسي تېري تر يوې پېښې وروسته ورکړل شو.

په پلټنه کې په دغه حوزه کې د ٢٠٠٧ او ٢٠١٢ کلونو ترمنځ د ښاروالۍ، پوليسو، محاکمو په گډون د سيمه ييزو ټولنو کار ته کتنه شوې ده.

په پلټنه کې د ١٣ مرستندويو کارکونکو سره خبرې شوي او په راپور کې د ٢٠٠٧ او ٢٠١٠ کلونو تر منځ پر يوې نجلۍ د جنسي تېري تجربې هم انځور شوې دي.

په راپور کې په ډاګه شوې چې پر نوموړې نجلۍ په څو مواردو کې د جنسي تېرويو په اړه کارکونکو ته خبر ورکړل شوی و او څو ځله ېې هم پوليسو ته شکايت کړى وو، خو راپور وايي د کوچنیانو د ساتنې ځيني څانگې د دې پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلل او له امله يې پر نجلې جنسي تېري دوام وکړ.

راپور وايي سره له دې چې ځيني سازمانونه د دا ډول قضيو د راټوکېدو وروسته يې په مخنيوي کې چټک گامونه پورته کوي خو په ټوليز ډول د کوچنیانو د خېر ښېگڼې تنظيمونه د يو بشپړ، همږغي او پر وخت ګام اخیستلو کې ناکامه شوي دي.

پر دې سر بېره عدلي او جنايي سيستم هم گرمو کسانو ته د سزا په ورکولو کې فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

راپور وايي د ادعا شويو فعاليتونو د درولو لپاره په ټيټه کچه هلې ځلې شوې وې خو په لوړه کچه دا ډول قضیې نه وې تعقيب شوې.

راپور وايي ځيني چارواکي خو ان په دې باور وو چې ځينو نجونو چې عمرونه ېې ايله ١٠کاله و په خپله رضا جنسي اړيکي ساتلې وې، خو د يو نجلې پلار وويل ده ته چارواکو ويلي وو چې لور ېې د بدو خلگو سره راشه درشه لري.

په ولسي جرگه کې د روچډېل د حوزې استازى سايمن دنزوک دا راپور ډېر محدود بللى او زياته کړې ېې ده چې قربانيانو ته په کې د نظرونو او اندېښنو د څرگندولو موقع نه ده ورکول شوې.

وکيلان وايي دغه موندونې کېداى شي د تولنيزو څانگو پر ضد د قانوني گام په پورته کولو کې ورسره مرسته وکړي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .