روسیه وايي افغان کوکنار ۲۰ کالو ته بس دي

د خپريدو وخت: 16:48 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

ویل کېږي چې اوس په افغانستان کې درې میلونه تنه بزګران د دغو توکو په کر بوخت دي.

په پلازمېنه دوشبنه کې د نشه یي توکو پرضد د تاجکستان، افغانستان، پاکستان او روسیې ګډه غونډه وشوه.

د دوشنبې په غونډه کې چې د دغو څلورو هېوادونو استازي په کې ګډون لري، د روسیې د نشه یي توکو ضد مبارزې د څار د ادارې مشر وېکتور ایوانوف وویل د افغانستان په لرې پرتو غرنیو سیمو کې زرګونه ټنه نشه یي توکي زېرمه شوي دي.

د ښاغلي ایوانوف په وینا د افغانستان په لرې پرتو غرنیو سیمو کې له ۱۵ زرو نه تر۲۰ زرو ټنو پورې نشه یي توکي زیرمه شوي او که په افغانستان کې په راتلونکو ۲۰ کلونو کې کوکنار و هم نه کرل شي، دا مواد د دې لپاره بس دي چې د نشه یی توکو بازار تود وساتي.

د نوموړي په ګومان باید د تاجکستان، افغانستان، پاکستان او روسیې د نشه یي توکو ضد مبارزې چارواکي د بدخشان په غرنیو سیمو کې د نشه یي توکو د تولید لابراتوارونه له منځه یوسي.

وېکتور ایوانوف زیاته کړه د استخباراتي معلوماتو له مخې د نشه یي توکو د تولید زیاتې فابریکې په بدخشان کې پرتې دي نو ځکه باید څلور واړه هېوادونه د دغو زېرمو په له منځه وړلو کې لاس یو کړي او ګډ عملیات ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دا مواد له واخانه پاکستان ته ځي او یا هم تاجکستان ته درومي.

خو په غونډه کې د افغانستان د نشه یي توکو پرضد د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل وویل د افغانستان په غرنیو سیمو کې د نشه یي توکو له شته والي نه دی خبر.

نوموړي زیاته کړه "که څوک داسې معلومات لري نو هغه دې له موږ سره شریک کړي او زموږ خپل ځواکونه تیار دي د دغو نشه یي توکو د له منځه وړلو پرضد عملیات وکړي".

ضرار احمد مقبل دا هم وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د نشه یي توکو کر په سلو کې ۳۵ کم شوی او د دغو توکو په سلو کې ۹۳ یوازې په هغو سیمو کې کرل کېږي چې امنیت په کې نه شته.

د دې ترڅنګ د څلورو هېوادونو په دغه غونډه کې چې تاجکستان، افغانستان، روسیه او پاکستان یې سره کوي د نشه یي توکو د کر، سوداګرۍ، لېږد او مخنیوي په نورو اغېزمنو لارو چارو بحث وشو او په دې اړه یوه طرحه هم ومنل شوه.

په دې طرحه کې د امنیتي ګامونو له لارې د دغو توکو د مخنیوي ترڅنګ د اقتصادي ګامونو د اخیستلو خبره هم وشوه.

ویل کېږي چې اوس په افغانستان کې درې میلیونه تنه بزګران د دغو توکو په کر بوخت دي او کېدلی شي چې د اقتصادي او مالي مرستو له لارې دوی د کوکنارو له کره را و ګرځول شي.

د روسیې د نشه یي توکو ضد مبارزې د څار ادارې مشر وېکتور ایوانوف په وینا په تېر جنورۍ کې روسیې ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ څو تړونونه لاسلیک شول چې د هغو له مخې به روسیه په افغانستان کې ۱۴۲ فابریکې جوړوي چې د کانونو او د سالنګ د تونل د بیارغونې پروژې په کې راځي چې په دې توګه به دوه میلیونه افغانانو ته کارونه وموندل شي.

د دې غونډې ګډونوالو د افغانستان نشه یي توکو د نړیوالې ټولنې لپاره یو لوی او جدي ګواښ وباله او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د ملي امنیت په شورا کې په دې موضوع بحث وکړي او د افغانستان د اقتصادي بیا رغوونې لپاره نړیوالې مرستې بېلې شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .