د برما ولسمشر په م م کې د مخالفينو مشره وستايله

د خپريدو وخت: 09:58 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

مخالفه مشره د ۱۵ کلو لپاره د پخواني پوځي حکومت په بند کې وه چې اوسنى ولسمشر يې هم غړى و.

د برما سمونپالي ولسمشر تهين سې ملگرو ملتو ته په يوه وينا کې، د مخالفينو مشره انگ سانګ سوچي د ولسواکۍ لپاره په هلو ځلو وستايله.

دى د ملگرو ملتو عمومي غونډې ته غږېده او و يې ويل چې برما د ولسواکۍ پر لور نه ستنېدونکي گامونه پورته کړي دي.

په بي بي سي کې د آسيا اوقيانوسيه څانگې غړى- ويف مارش په خپل رپوټ کې وايي د ولسمشر او د مخالفينو د مشرې آنگ سانګ سوچي ترمنځ له پراخېدونکي پوهاوي پرته به د اصلاحاتو د دومره چټکې پلې کېدنې تصور گران واى.

مخالفه مشره د ۱۵ کلو لپاره د پخواني پوځي حکومت په بند کې وه چې اوسنى ولسمشر يې هم غړى و.

خو تهين سې د ملگرو ملتو عمومي غونډې ته په وينا کې چې ټاکل شوې وه دننه په برما کې هم خپره شي، د لومړي ځل لپاره په ډاگه، آنگ سوچي ته د نوبل جايزې د گټونکې خطاب وکړ او د هغې هلې ځلې يې وستايلې چې اوس يې درناوى مخامخ د هغې په شتوالي کې په نړيواله کچه روان دى:

"د مخالفينو د لويې ډلې مشره داو آنگ سان سوچي اوس نه يوازې د يوې ولسي استازې په توگه، بلکې دغه راز د قانون د واکمنۍ او ټيکاو جرگه گۍ د مشرې په توگه د پارلمان په چارو کې گډون لري: هغه هم، دا اوونۍ په نيويارک کې ده. زه د ميانمار د يوه وگړي په توگه غواړم هغې ته د هغو وياړونو له امله چې د ولسواکۍ لپاره د هغې د هلو ځلو په درناوي په دې هېواد کې ورکړې شوي، مبارکي ووايم."

تهين سې وويل چې د برما ولسي حکومت کلکې هلې ځلې کوي چې له ملي اقليتي ډلو سره بېلا بېلې وسله والې شخړې پای ته و رسوي.

هغه وويل چې د دا ډول شخړو پای ته رسول د رښتونې ولسواکۍ د جوړولو شرط دى.

خو ده په راکهاين ايالت کې د وروستي کلک بغاوت په اړه چې بوداييان او روهېنجيايي مسلمانان په کې ښکېل وو او اوس يې پلټنه يوه ملي کميسيون ته سپارل شوې، کوم نوى اقدام په ډاگه نه کړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .