تهین سین: د انګ سان سوچې مشري به ومني

د خپريدو وخت: 09:33 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391
thinsein

د تهین سین په وینا په هېواد کې به يي د اصلاحاتو پروګرام دوام وکړي.

د برما ولسمشر تهین سین ویلي که مخالفه مشره اونګ سان سوچي ولسمشریزې ټاکني وګټي نو دی به یې مشري ومني .

نوموړي بي بي سي ته وویل چې دی اوس له میرمن سوچي سره په ګډه کار کوي او د ډیموکراسۍ په اړه یې خپلې څرګندونې بیا تکرار کړې.

د تهین سین په وینا په هېواد کې به يي د اصلاحاتو پروګرام دوام وکړي او که خلک د ۲۰۱۵ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هر چا ته رایې ورکړي، دی به د خلکو رایو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال نوموړي مېرمن سوچي ته د امریکا د کانګریس له خوا د مډال ورکولو په اړه هغې ته مبارکي وویله.

تهین سین د ملګرو ملتو عمومي غونډي ته په وینا کې په دې اړه ویلي و" د مخالفينو د لويې ډلې مشره آنگ سان سوچي اوس نه يوازې د يوې ولسي استازې په توگه، بلکې دغه راز د قانون د واکمنۍ او ټيکاو جرگه گۍ د مشرې په توگه د پارلمان په چارو کې گډون لري: هغه هم، دا اوونۍ په نيويارک کې ده. زه د ميانمار د يوه وگړي په توگه غواړم هغې ته د هغو وياړونو له امله چې د ولسواکۍ لپاره د هغې د هلو ځلو په درناوي په دې هېواد کې ورکړې شوي، مبارکي ووايم."

د ۲۰۱۱ له مارچ میاشتې راهیسې د تین سین دغه څرګندونې ډېرې هڅوونکې بلل کیږي.

د ده په خبره چې د هېواد اصلاحات یې بیرته نه ګرځیدونکي دي . ښاغلی تین سین د برما د حکومت په هغه ځپونکي پوځ کې برخه درلوده چې میرمن سوچي یې په نظربندۍ کې ساتلې وه.

مېرمن سوچي تر ۱۵ کلونو پورې په خپل کور کې نظره بنده ساتل کېده.

بل لور ته برما اوس هم له یو شمېر ستونزو سره مخ ده، چې یوه په کې په دا وروستیو کې د مسلمانانو د یوې قبیلې (روهنګیا) د اړوندو کسانو او بودایانو تر منځ شخړه ده.

د بي بي سي یو خبریال چې له نوموړي سره یې مرکه کړې ویلي چې ولسمشر اوس د سیاسي اصلاحاتو یو د پام وړ اتل ګرځیدلی .

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .