ناټو وايي ننگونې شته خو هوډمن يوو

د خپريدو وخت: 15:06 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391
راسموسن

راسموسن وايي هوډ يې له لاسه نه دى ورکړى

د ناټو مشر آندريس فوغ راسموسن وايي په افغانستان کې له ننګونو سره مخ دي خو دغه ننګونې به دوی له خپل هوډه په شا نه کړي.

دغه خبرې په داسې حال کې شوي چې په خوست کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ٢١ تنه وژل شوي او ٦٠ نور ټپیان دي.

ناټو وايي په پېښه کې درې بهرني پوځیان او د دوی یو ژباړن هم وژل شوي دي.

د وژل شویو ١١ تنه یې عام وګړي او شپږ پولیس دي.

طالبان وايي برید دوی کړی دی.

د ناټو عمومي منشي آندريس فوغ راسموسن وايي سوله ساتي ځواکونه له ننګونکي وخت سره مخامخ شوي دي، خو له خپل تصمیم به په شا نه شي:

"موږ له دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره ټینګ هوډ لرو او له خپلو افغان ملګرو سره هم ګډ کار کوو."

د ناټو سرمنشي زياتوي:

"مخالفین غواړي چې زموږ ملګرتیا کمزورې کړي او تر منځ مو درز رامنځ ته کړي. د دوی لپاره زما پیغام ډېر روښانه دی او هغه دا چې دوی به پرېنږدو چې خپلې موخې ته ورسیږي، ځکه آیساف او افغان ځواکونه له ورته ګواښ سره مخ دي. او ګډې موخې لرو."

دغه څرگندونې په دې وروستيو کې د ځينو افغان امنيتي ځواکونو له خوا پر بهرنيو سرتيرو باندې تر بريدونو وروسته کيږي.

رپوټونه ښيي چې په دې وروستيو مياشتو کې گڼې داسې پېښې شوي دي چې په کې افغان ځواکونو پر خپلو ملگرو بهرنيو سرتيرو ډزې کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .