اروپاييان د خپگان له امله کړيږي

د خپريدو وخت: 14:02 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391
خپگان

ډېر کسان وايي د خپل خپگان حالت له خپلو مديرانو سره نه شريکوي چې هسې نه کار له لاسه ورکړي

په اوو اروپايي هېوادونو کې د ٧٠٠٠ کسانو يوه سروې ښيي چې په هرو ١٠ کارکوونکو کې يوه د خپگان له کبله له کاره رخصت اخيستى دى.

د خپگان د اروپايي سټې له لوري دغه سروې په برتانيا ، جرمني ، ايتاليا ، ډنمارک ، اسپانيا او فرانسه کې ترسره شوې ده.

په سروي کې د پوښتل شويو اوه زره کسانو شل سلنې يې ويلي چې په يوه ډول نه يوه ډول د خپل ژوند په اوږدو کې له خفگان سره مخامخ شوي دي .

سروې کې ٦١ سلنې په جرمني ، ٦٠% په ډنمارک او ٥٨ سلنې په برتانيا کې ويلي چې د خپگان له ستونزې کړيږي او له همد ې کبله يې له کاره رخصت اخيستې ده.

مخکې پلټونکو وړاندوينه کړې وه چې په خپگان د مامورينو د اخته کېدو او د کار د اغيزمنتيا د ټيټېدو له کبله اروپايي هېوادونو ته په ٢٠١٠ کال کې څه باندې دوه نوي ميليارده برتانوي پوڼده زيان اوښتى دى.

د سروې څلورمې برخې ويلي دي چې خپلو چارواکو ته يې په دې اړه نه دي ويلي چې له خپگانه کړېږي.

"سروې کې د شاوخوا ٧٩٢ پوښتل شويو مديرانو دريمې برخې ويلي دي چې داسې څه په لاس نه لري چې له مخې يې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې له خپگان نه کړېږي."

په دوى کې بيا دريمې برخې ويلي له دې کبله يې له خپلو چارواکو سره دغه خبره نه ده شريکه کړې چې خپل کار له لاسه ورنه کړي.

سروې کې د شاوخوا ٧٩٢ پوښتل شويو مديرانو دريمې برخې ويلي دي چې داسې څه په لاس نه لري چې له مخې يې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې له خپگان نه کړېږي.

خو برتانيا بيا په دې برخه کې ښه حالت لري او ١١٧ پوښتل شويو مديرانو د خپلو کارکوونکو د خپگان د ستونزې په اړه اداري څانگو ته رپوټونه ورکړي دي او د هغوى له لوري يې ملاتړ ترلاسه کړى دى.

د خپگان د اروپايي سټې يوۀ ډاکتر ويلي دي چې د دغې سروې پايلې د دې څرگندويي کوي چې په کارځايونو کې د خپگان له ستونزې سره د مبارزې په موخه بايد له کارکوونکو او چارواکو سره مرسته او همکاري وشي.

پرکار د خپگان ناوړه اغيزو ته په کتو سره هغه له تگلارې جوړوونکو غوښتنه کوي چې پر خپگان د مامورينو د اخته کېدو د مخنيوي په موخه د کارځايونو اومامورينو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

اروپايي پارلمان کې د استخدام او ټولنيزو چارو د مسوول سيپ سټيفان هيگ په وينا خپگان د روزگار او کارځايونو لويه ننگونه ده چې د سترو زيانونو د رامنځته کېدو سبب کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .