اسلامپالي الشباب خپل لوى مرکز له لاسه ورکړ

د خپريدو وخت: 16:13 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391
سوماليا

په سمندرغاړې ښار کې د سوماليا د حکومت او افريقايي ټولنې ځواکونه په گزمه ليدل شوي دي

عيني شاهدان او چارواکي وايي د سوماليا د حکومت او د افريقايي ټولنې سرتيري د سوماليا ستراتيژيک سمندرغاړي ښار کاسمايو ته ننوتي دي.

دغه ځواکونه په ښار کې د الشباب له ملېشو سره لاس و گرېوان دي.

د شنبې په ورځ القاعدې ته نژدې الشباب ويلي و چې د افريقايي ټولنې د ځواکونو له بريد وروسته دوى له کاسمايو څخه وتلي دي.

تر هغه يوه ورځ وړاندې د کينيا او سوماليا ځواکونو د سمندر له لارې پر ښار بريد وکړ خو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

د ښار يوۀ اوسېدونکي د بي بي سي سوماليايي څانگې ته وويل چې د دغه هېواد د پوځ يو ١١ کسيز ډلگى له لوېدېځ لوري ښار ته ننوت او پر لوى سړک يې گزمه پيل کړه.

يوۀ بل کس بيا ويل چې دۀ کينيايي او سوماليايي ځواکونه ليدلي دي چې له هوايي ډگر څخه د ښار زړۀ ته رهي وو.

د يوۀ قبايلي مشر په وينا شاوخوا ١٠٠ سرتيري د پوليسو پر ماموريت ورننوتل او هلته يې د يوۀ لوړې ودانۍ په سر پوسته جوړه کړه.

د سوماليا د حکومت يوۀ وياند بي بي سي ته وويل د دوى او افريقايي ټولنې ځواکونه په دې هيله ښار ته ننوتلي دي چې امنيت ټينگ کړي.

د کينيا ځواکونه د افريقايي ځواک په استازيتوب غواړي چې له سوماليا د ملېشو واک ختم کړي او د ملگرو ملتونو په ملاتړ ناست ولسمشر ټينگ کړي.

الشباب د جمعې په ورځ ويلي و چې له کاسمايو څخه د ستراتيژيکو دلايلو له امله وځي او دغلته خپل پنځه کلن واک ختموي.

د بي بي سي د ختيځې افريقا خبريال وايي ډېرو اوسېدونکو د تاوتريخوالي او د واک د تشې خبرې کولې.

خلکو ويل چې په تېرو څو ورځو کې گڼ مهم او قبايلي مشران وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .