هانګ کانګ کې د کښتۍ ټکر ۳۶ کسه وژلي

د خپريدو وخت: 05:56 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391
ډوبه وې کښتۍ

یوه ژغورل شوي مسافر ویلي چې لومړۍ د کښتۍ وروستۍ برخه ډوبه شوه.

هانګ کانګ ته څېرمه دوه مسافر وړونکې کښتۍ سره جنګېدلې دي، چې لږترلږه ۳۶ خلک په کې وژل شوي.

د هانګ کانګ چارواکو ویلي چې دغه کښتۍ لاما ټاپو کې ټکر شوي دي.

د ژغورنې ډلې ویلي چې تر اوسه یې د کښتیو د ۱۲۳ مسافرو له ډلې د ۳۶ کسانو مړي رایستلي ديږ

تر اوسه په سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي.

حکومتي ویناپاڼې ویلي چې تر ۱۰۰ ډېر کسان پنځو روغتونونو ته استول شوي، چې د نهو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

یوه ژغورل شوي "د ساوټ چینا مارنینګ پوست" ورځپاڼې ته ویلي چې : "تر لس دقیقو سفر وروسته، زموږ کښتۍ له برې خوا په سمندر کې ټکر شوه. شاتنۍ برخه یې ډوبه شوه، او خپل ځان مې د ژورو اوبل ته ور خوشی کړ."

نومړی زیاتوي: "په سختۍ مې لامبو ووهله، او پر ژغورندویه کښتۍ پورې ونښتم، خو نه پوهېږم چې زما ماشوم اوس چېرې دی."

حکومتي ویاندې مخکې ویلي وو چې په کښتۍ کې تر ۱۲۰ ډېر مسافر سپاره وو، چې د هانګ کانګ په سوېل کې د تېرې دوشنبې پر ماښام ناوخته ډوبه شوه.

د اوړي ننداره

دا پېښه په هانګ کانګ کې د رخصتیو ورځو د دویز جشن پرمهال ډوبه شوې ده. چې د چین له ملي جشن سره هم برابره ده.

زرګونه کسان د هانګ کانګ په لاما ټاپو کې د سیلانۍ لپاره ورځي، چې دغه ټاپو نژدې درې کیلومتره لیرې له هانګ موقعیت لري.

ډېر لږ په هانګ کانګ کې دا ډول خطرناکې پېښې رامنځ ته کېږي، که څه هم ددغه ټاپو له لارې د نړۍ بار وړونکې کښتۍ تېرېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .