سوریه د خبریالانو لپاره د نړۍ خطرناکه سیمه ده

د خپريدو وخت: 09:22 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

سوري نظام هغه حکومتي خبریالان هم وژلي او شوک په شوک کړي، چې د نظام پرضد یې خپرونې چلولې دي.

د سوریې د بشري حقونو سازمان ویلي چې تېر سپتمبر په سوریه کې د خبریالانو لپاره تر ټولو ډېره خونړۍ میاشت وه.

د سوریې د خبریالانو ټولنې ویليو چې یوازې په تېر سپتمبر کې سوریه کې ۱۳ خبریالان او د رسنیو چلوونکي وژل شوي، چې پنځه یې یوازې په دمشق او شاوخوا سیمو کې وژل شوي.

دوی وايي چې څلور خبریالان په دیرالزور، دوه په حلب او یو –یو په حماه او حمص کې د حکومتي ځواکونو او ازاد پوځ په ډزو وژل شوي.

د بشري حقونو سازمان وايي چې د سوریې د څه باندې یوه کلن تاوتریخوالي په ترڅ کې په دغه هېواد کې د وژل شوو خبریالانو شمېر ۷۸ ته رسېږي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ پخپل راپور کې ویلي، چې د خبریالانو وژل کېدل د سوري نظام لپاره اسانه خبره ده، او نه غواړي چې رسنۍ د مظلوم ولس غږ نړیوالو ته ورسوي.

دوی وايي چې اوس د سوریې حکومت د پېښو د پوښښ په تړاو د نړیوالو رسنیو پر فعالیتونو بندیز لګولی او که هلته هرڅومره ټول وژنه کېږي، هېڅوک ترې نه خبرېږي.

د سوریې د خبریالانو ازادیو د جرګه ګۍ رییس معسود عکو وايي، سوري نظام خبریالان، د رسنیو فعالین او چلوونکي په پلان شوو بریدونو کې وژني چې په وینا یې دا " د جرم یو ټاکل شوی سیاست دی، چې د نظام له لوري پر ولس د ظلم خبرونه خپاره نه شي."

عکو زیاتوي چې اوس یې اداره له بېلابېلو نړیوالو سازمانونو سره د سوري نظام له لوري د ۷۸ خبریالانو د وژنې په اړه د عریضې پر وړاندې کولو غور کوي.

د سوریې په جګړه کې ډېری وژل شوي خبریالان د فرانسې، امریکا، جاپان، عراق او مصر دي.

سوري نظام هغه حکومتي خبریالان هم وژلي او شوک په شوک کړي، چې د نظام پرضد یې خپرونې چلولې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .