سويډنۍ مغازې د ښځو په نشتوالي خواشيني کړې

د خپريدو وخت: 15:03 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391
ايکيا

ايکيا په سعودي کې درې مغازې لري

د کورنيو توکو لويې سويډنۍ مغازې ايکيا وايي په دې خواشيني دي چې په سعودي کې يې له خپلو کتلاگونو څخه د ښځو عکسونه ليرې کړي دي.

په نوي خپارۀ شوي او انگريزي ژبې کيتلاگ کې دغې مغازې د ښځو عکسونه خپارۀ کړي دي.

د ايکيا له لورې په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې ويل شوي:

" په سعودي کې د ايکيا له کيتلاگونو څخه د ښځو د عکسونو ليرې کول زموږ له ارزښتونو او اصولو سره مخالف کار دى."

دغه لوى سويډنى شرکت د تېروتنې پړه په سعودي کې پر هغو شرکتونو اچوي چې د دوى په استازيتوب يې کار کاوۀ.

په سعودي کې د ايکيا پر وېبپاڼې خپارۀ شوي کيتلاگ ښوول چې په گڼو توکو کې د ښځو عکسونه هيڅ نه و.

خو په نورو کيتلاگونو کې د همدغو توکو لپاره د ښځو عکسونه کارېدلي وو.

ايکيا وايي له دې وروسته غواړي چې پر خپل کار له سره غور وکړي.

"" موږ د ټولو انسانانو د بنسټيزو حقونو ملاتړ کوو او هيڅ ډول تبعيض نه منو.""

ايکيا

د دغې لويې مغازې له لورې بي بي سي ته په لېږل شوي بيان کې ويل شوي:

" موږ د ټولو انسانانو د بنسټيزو حقونو ملاتړ کوو او هيڅ ډول تبعيض نه منو."

په سعودي کې اسلامي شرعي قانون نافذ دى او واکمنه سعود کورنۍ وهابي بنسټپالى نظر عملي کوي.

په سعودي کې ښځې له گڼو قيوداتو سره ژوند کوي چې په کې د موټر چلولو حق نه لري او له کوره دباندې بايد پوره پوښلې وي.

داسې ښکاري چې د سعودي پاچا عبدالله غواړي چې ورو ورو اصلاحات راولي او په همدې ترڅ کې يې ښځو ته د رايې ورکولو په محدوديتونو کې يو څه نرمښت راوستى دى.

ايکيا چې تېر کال يې نژدې دوه نيم ميليارده ډالره گټه کړې وه په سعودي کې درې لويې مغازې لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .