د ټوني بلېر گوند وايي د قربانيو ښه پايله سوله ده

د خپريدو وخت: 10:37 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391
جېم مرفي

د دفاع لپاره د کارگر گوند مسوول وايي د سولې خبرې مهمې دي

د برتانيا د پخواني لومړي وزير ټوني بلېر گوند په افغانستان کې له طالبانو سره د سياسي جوړ جاړي په برخه کې د پرمختگ پر نشتوالي اندېښنه ښوولې ده.

د دفاع لپاره د حکومت مخالفي کارگر گوند مسوول سياستوال او د پارلمان غړي جېم مرفي د برتانوي سرتيرو پر زياتېدونکو قربانيو او د سولې په برخه کې د پرمختگ پر نشتوالي ناخوښي ښيي.

د کارگر گوند چې نن سبا خپله لويه کالنۍ غونډه کوي په دې اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې پرمختگ نه تر سترگو کېږي او د دوى په وينا په داسې حالت کې د برتانوي سرتېرو مړينې د زغملو نه دي.

ښاغلي مرفي خپلې گوندي کالنۍ غونډې ته په وينا کې وويل:

" د هرې مياشتې په تېرېدا له پوځي لاسته راوړنو سره غبرگ چې د جوړ جاړي په برخه کې څه نه کيږي، د اندېښنې وړ خبره ده"

"سوله ييز جوړ جاړى د ټولو قربانيو تر ټولو غوره پايله ده."

جيم مرفي

له غونډې وروسته له برتانوي رسنيو سره په خبرو کې ښاغلي مرفي زياته کړه:

" که دا خبره هر څومره هم گرانه وي خو بايد ويې منو چې طالبان بايد خبرو ته رامات شي، له تاوتريخوالي لاس واخلي، اساسي قانون ته درناوى وکړي ځکه چې سوله ييز جوړ جاړى د ټولو قربانيو تر ټولو غوره پايله ده."

د پخواني کارگر گوند په واکمنۍ کې برتانيا د متحدو ايالاتو او نور هېوادونو په ملگرتيا په ٢٠٠١ کال کې پر امريکا د القاعدې تر بريدونو وروسته په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت بريد وکړ.

برتانيا اوس په افغانستان کې ٩٥٠٠ سرتيري لري چې له هغو څخه به ٥٠٠ تنه د روان ميلادي کال تر پايه کور ته ستنيږي.

تر اوسه په افغانستان کې د برتانيا ٤٣٠ عسکر وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .