هندوستان: دفساد په ضد نوی ګوند جوړ شو

د خپريدو وخت: 12:16 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391
kejriwal

د سیاسي ګوند جوړولو او یا نه جوړولو په اړه د انا هزارې او ارویند کیجریوال تر منځ اختلافات موجود وو او هغه له همدې امله له ده نه بیل شو.

هندوستان کې څو تنو خېریه کارکوونکو له فساد سره د مبارزې لپاره د یوه نوي سیاسي ګوند جوړولو اعلان وکړ. د اکتوبر په دویمه چې د مهاتما ګاندي د زوکړې ورځ ده په پلازمېنه ډیلي کې خېریه کار کوونکي ارویند کیجريوال او څو تنو ملګرو يي د نوي ګوند د تاسیس اعلان وکړ، خو تر اوسه پورې دغه ګوند ته کوم نوم نه دی غوره شوی.

د ښاغلی کیجریوال په خبره دوی د ګوند د نوم لپاره له خلکو غوښتنه کړې ده او په دې اړه به د نومبر د میاشتې په ۲۶ ورځ اعلان وکړي. د نوموړي په خبره د نوی ګوند د مقصدونو، منشور او د غړیو د ټاکلو غوندې مسایلو په اړه به اعلان په یوه بله غونډه کې وکړي.

"دانا هزارې له نه شتون سره سره به له هغه نه د نیکو هېلو غوښتونکي یو."

ارویند کجریوال

خو په همدې حال کې د فساد په ضد نامتو مبارز انا هزارې په دې غونډه کې موجود نه و. د سیاسي ګوند جوړولو او یا نه جوړولو په اړه د انا هزارې او ارویند کیجریوال تر منځ اختلافات موجود وو او هغه له همدې امله له ده نه بیل شو.

د انا هزارې په خبره دی د ناولي سیاست په ځای پاک شفاف احتجاج خوښوي. خو د ارویند کیجریوال په وینا د هغه له نه شتون سره سره به دوی له هغه نه د نیکو هېلو غوښتونکي وي.

ارویند کیجريوال ته په ۲۰۰۶ کال کې د فساد ضد مبارزې او خیریه فعالیتونو له امله میګسیسې جایزه ورکړل شوې ده. ۴۴ کلن ارویند کیجریوال دوه کاله مخکې د فساد په ضد د سخت قانون جوړولو په لړ کې پر حکومت د فشار اچولو لپاره (هندوستان د فساد ضد) نومي ډله جوړه کړه.

په همدې نوم انا هزارې تر نامعلومې مودې پورې د نه خوړو اعتصاب وکړ، چې په ټول هندوستان کې يي ډېر اثر ولیدل شو. ارویند کیجریوال او انا هزارې د فساد د مخنیوي لپاره د یوه سخت قانون(لوک هال ) د پلي کېدو پلویان دي.

د دې قانون اړوند قرارد د هندوستان د ولسي جرګې (لوک سبها ) له خوا تصویب شو، خو د دې هېواد حکومت ونه توانید دغه قرارداد له مشرانو جرګې ( راجیه سبها) نه هم تصویب کړي.

خېریه کارکوونکي وايي هغه قرارداد چې حکومت وړاندې کړی ګټور نه دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .