د سيلاب ځپليو پاکستانيانو لاسنيوى نه دى شوى

د خپريدو وخت: 09:53 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391
پاکستان

چارواکي وايي سږنيو سيلابونو تر ٤٠٠ ډېر کسان وژلي او گڼ يې بې کوره کړي دي

په پاکستان کې له ناورين سره د مبارزې ملي اداره وايي سږ کال د موسمي بارانونو له امله را وتلو سيلاوونو لږ تر لږه ٤٣٠ کسان وژلي او نژدې ٣٠٠٠ نور يې ټپيان کړي دي.

د روان کال په لومړيو کې له موسمي بارانونو نه وړاندې، چارواکو بي بي سي ته منلې وه چې د نيزونو يا سيلاوونو د مخنيوي لپاره کافي څه نه دي شوي.

دوى په ځانگړې توگه سند، پنجاب او بلوچستان ايالتونو ياد کړل چې وايي ډېر څه په کې نه دي شوي.

دا شمېرې هېښوونکې برېښي.

د پاکستان په لر او بر کې سيلاوونو څه د پاسه ١٥٠٠٠ کلي ځپلي دي او نژدي پنځه ميليونه وگړي پرې اغېزمن شوي دي.

خو دا اوس د پاکستانيانو لپاره په يوې غمجنې کلنۍ پېښې بدليدونکې ده.

سږکال موسمي بارانونه خورا ډېر نه وو نو دغه راز اغيز يې بايد نه لرلى.

خو د سم پلان نشتوالي، د اوبه خور د سيستم سم نه ساتل او دغه راز د يوۀ وړ سيستم نشتوالى هغه لاملونه بلل کيږي چې پراخې کرنيزې ځمکې او وگړ مېشتې سيمې اوبو لاندې کړې.

"زه اته ماشومان لرم سيلاوونو موږ سخت ځپلي يو. زما ټوله غله او د کور سامان په اوبو کې لاهو شول. له ما سره زما خپل او خپلوان هم نشته."

سېلاب ځپلې

خو دغه راز تېروتنې يوازې د نيزونو په مخنيوي کې نه چې د ناورين له پېښېدو وروسته په مرستنديو چارو کې هم تر سره شوي دي.

په پنجاب ايالت کې يوه بې ځايه شوې مېرمن وايي چې حکومت ورسره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

" زه اته ماشومان لرم سيلاوونو موږ سخت ځپلي يو. زما ټوله غله او د کور سامان په اوبو کې لاهو شول. له ما سره زما خپل او خپلوان هم نشته. آن دغه پالنگ هم زما خپل نه دى چا نه مې په پور اخيستى. ما خپل څاروي هم له لاسه ورکړل. حکومت موږ ته هيڅکله خواړه نه دي راکړي"

را رسيدلي رپوټونه وايي په ځينو سيمو کې حکومت له څه د پاسه دريو اوونيو وروسته په لومړي ځل خلکو ته راشن يا خواړه ورکړي دي او په ځينو هغو کې بيا لا تر اوسه خلکو ته خواړه نه دي ورکړل شوي.

پاکستاني چارواکي له جدي پوښتنو سره مخامخ دي او ډېر د سلگونو کسانو د مړينې پړه د دغو چارواکو پر نه وړتيا اچوي.

په ٢٠١٢ کال کې د سختو سيلابونو له امله په پاکستان کې ٢٠٠٠ کسان مړۀ شول او شاوخوا ٢٠ ميليونه اغېزمن شول.

هغه مهال نړيوال بانک پاکستان ته نژدې يو ميليارد ډالر پور ورکړ.

ملگرو ملتونو او نورو مرستندويو ټولنو او هېوادونو هم هغه مهال پاکستان ته په سلگونو ميليونه ډالر مرسته وکړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .