فرانسې د ترهګرۍ پر ضد د نوي قانون وړاندیز کړی

د خپريدو وخت: 12:43 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391
toulouse

په تولوز ښار کې محمد مراح د ماشومانو په گډون اووه کسه ووژل او وروسته له پوليسو سره په نښته کې ووژل شو.

د فرانسې حکومت د ترهګرۍ پرضد د یوه نوي قانون وړاندیز کړی چې له مخې به یې چارواکي کولای شي هغه کسان محاکمه کړي چې په بهر کې یې د سخت دریځو اسلام پالو په رزونیزو کمپونو کې زده کړې کړې وي.

دا ګام شپږ میاشتې وروسته له هغه اخېستل کیږي چې محمد مراح نومي کس چې د فرانسې تابعیت یې درلود په فرانسه کې اووه کسان ووژل او ادعا یې وکړه چې په پاکستان او افغانستان کې یې د القاعدې شبکې د رونیزو کمپونو په څېر کمپونو کې زده کړې کړې وې.

د فرانسې استخباراتو هغه له نژدې پیژانده. د نوي قانون له مخې چې تمه کیږي د روان کال ترپایه به تصویب شي مشکوک ترهګر به تر ۱۰ کلونو پورې زندانې کیږي.

د برید ویډیو

د فرانسې پوليسو هغه مهال د تولوز ښار په گډون په بيلا بيلو ځايونوکې گڼ شميرد شک وړ اسلامپالي نيولي وو.

په تولوز ښار کې محمد مراح د ماشومانو په گډون اووه کسه ووژل او وروسته له پوليسو سره په نښته کې ووژل شو.

د فرانسې د هغه وخت ولسمشر له ټولو تلويزيوني چېنلونو غوښتي و، چې د بنسټپاله وسله وال محمد مراح هغه ويديو خپره نه کړي چې په کې سرتېري او خلک وژني.

محمد مراح له يوۀ سلفي گروپ سره تړاو درلود، همدغه ډله په نانت ښار کې تر هغو فعاله وه چې د فرانسې د کورنيو چارو وزير د لومړنيو پلټنو په ترڅ کې پرې بنديز ولگاوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .