د امریکا ټاکنې: لويه سیالي به چېرې وي؟

د خپريدو وخت: 13:06 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

د امریکا ډېری ایالتونه په تاریخي ډول یو ځانګړي ګوند ته رايې ورکوي او ولسمشرۍ ته نوماندی کس هم د دوی په رايو حساب کوي. خو ټاکنې به هغه ایالتونه بشپړوي چې لا يې چاته د رایو ورکولو پړېکړه نه ده کړې. همدا ډول ایالتونه اوس هغه مهمې برخې دي چې نوماندان به هڅه کوي رايې ورکوونکي خپلې خوا ته را کش کړي.

امریکايي ټاکنې د رايې ورکولو سیستم کاروي. هر ایالت ته د نفوس له مخې رايې ورکول شوې دي. دا په دې مانا چې ځینې ایالتونه د ډېرې او ځینې يې بیا د لږو رایو ورکولو حق لري.

د بېلګې په توګه د کليفورنیا ټول نفوس ۳۷،۷ میلیونه دی او ۵۵ رايې لري، په داسې حال کې چې مونتانا د یو میلیون نفوس په درلودو یوازې درې رايې لري. نو هغه نوماند چې په ایالت کې ګټونکی شي ، هغه د ایالت د رایو د سیستم ګټونکی بلل کېږي.

د دې لپاره چې یو نوماند د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي ۲۷۰ رايو ته اړتیا لري.

د هر ګوند د نفوذ مرکزونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دلته کېکاږئ.

د سیالۍ ډګرونه (۱۶۱ رايې) ــ په دغو ایالتونو کې ټاکنیزې سیالۍ دومره څنګ په څنګ سره روانې وي چې هر نوماند يې گټلی شي. دا ارغواني رنګه ایالتونه هغه سیمې دي چې اوس به د ټاکنو کمپاین کوونکي پرې خپلې ټولې پیسې، وخت او انرژي لګوي.

د جمهوریت غوښتونکو د نفوذ مرکزونه (۱۹۱ رايې) - دا سور رنګي ایالتونه د جمهوریت غوښتونکو دي چې د امریکا په سوېلي او منځني لوېدیځ کې پراته دي خو دا اکثره کلیوالي ایالتونه دي چې کمې رايې لري.

د ديموکراتانو د نفوذ مرکزونه (۱۸۶ رايې) - دا اسماني رنګه ایالتونه چې د امریکا په شمال ختیځ او لوېدیځو ساحلي برخو کې پراته دي د دېموکراتانو رايې ورکوونکي جوړوي. دغه سیمې هم ښاري دي او هم يې نفوس ډېر دی.

یوه شېبه صبر، کار کوي

کولورادو، نهه رايې

کولورادو هغه ایالت دی چې په منځني ډول د سمندرله سطحې لوړ او ۱۰۰۰ ډبرینې غرنیزې څوکې لري چې تر ۱۰۰۰۰ فوټو لوړ دي.

کولورادو د لوېدیځ نورو ایالتونو په څېر چې نفوس يې په پراخه کچه لاتین دی په دې وروستیو کې د ديموکراتانو لاس ته ورغلې ده. دغه ایالت یو وخت په بشپړ ډول له جمهوریت غوښتونکو سره و. د جمهوریت غوښتونکي ګوند د ولسمشرۍ د دريو پر له پسې نوماندانو له بري وروسته دغه ايالت په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال کې بارک اوباما ديموکراتانو ته واړاوۀ.

خو دا په دې مانا نه ده چې دا ایالت به تل له ديموکراتانو سره پاتې کېږي ځکه په ۲۰۱۰ کال کې جمهوریت غوښتونکو دلته د کانګرس لپاره دوه څوکۍ وګټلې. خو د يوۀ دريم گړي د ډېرو رايو له امله دوى ونه توانېدل چې په مشرانو جرگه کې څوکۍ وگټي. ديموکراتان په ښارونو کې او جمهوريت غوښتونکي په کليوالو سيمو کې پياوړي ښکاري.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 70.0%سپین پوستي
  • 3.8%تور پوستي
  • 20.7%لاتین
  • 5.4%او نور

اقتصاد

  • $56,344 کلنى عاید
  • 11.2% د بې وزلۍ کچه
  • 8.20% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 8.4%
    ۲۰۰۰م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 4.7%
    ۲۰۰۴م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 8.9%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
previous next
پر یوه ایالت کېکاږئ لنډه پېژندنه يې وګورئ

د سختې سيالۍ ځايونه

په دې ايالتونو کې سيالي دومره سره نژدې ده چې هر يو په کې د بري هيله لرلى شيدا هغه ايالتونه دي چې د ټاکنو پايلې به وټاکي

ستنېدل

کولورادو، نهه رايې

کولورادو هغه ایالت دی چې په منځني ډول د سمندرله سطحې لوړ او ۱۰۰۰ ډبرینې غرنیزې څوکې لري چې تر ۱۰۰۰۰ فوټو لوړ دي.

کولورادو د لوېدیځ نورو ایالتونو په څېر چې نفوس يې په پراخه کچه لاتین دی په دې وروستیو کې د ديموکراتانو لاس ته ورغلې ده. دغه ایالت یو وخت په بشپړ ډول له جمهوریت غوښتونکو سره و. د جمهوریت غوښتونکي ګوند د ولسمشرۍ د دريو پر له پسې نوماندانو له بري وروسته دغه ايالت په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال کې بارک اوباما ديموکراتانو ته واړاوۀ.

خو دا په دې مانا نه ده چې دا ایالت به تل له ديموکراتانو سره پاتې کېږي ځکه په ۲۰۱۰ کال کې جمهوریت غوښتونکو دلته د کانګرس لپاره دوه څوکۍ وګټلې. خو د يوۀ دريم گړي د ډېرو رايو له امله دوى ونه توانېدل چې په مشرانو جرگه کې څوکۍ وگټي. ديموکراتان په ښارونو کې او جمهوريت غوښتونکي په کليوالو سيمو کې پياوړي ښکاري.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 70.0%سپین پوستي
  • 3.8%تور پوستي
  • 20.7%لاتین
  • 5.4%او نور

اقتصاد

  • $56,344 کلنى عاید
  • 11.2% د بې وزلۍ کچه
  • 8.20% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 8.4%
    ۲۰۰۰م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 4.7%
    ۲۰۰۴م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 8.9%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

فلورېډا، ۲۹ رايې

فلورېډا چې خلک يې د لمر د وړانګو ایالت بولي په سیلانیانو کې د خپلو مشهورو سمندر غاړو او سیاحتي سیمو لکه ډیزني ورلډ له امله ډېر پېژندل شوی دی.

فلورېډا د ۱۹۹۶ کال راهیسې تل د هرې دورې د ګټوونکي ولسمشرۍ نوماند لپاره رايې ورکوي. په ۲۰۰۰م کال کې د جورج ډبلیو بوش او ال ګور تر منځ سیالي دومره نژدې وه چې د رایو د بیا شمېرلو امر وشو.

په دې ایالت کې د هرې ډلې خلک ژوند کوي. په شمال کې يې سپین پوستي عیسویان، په سوېل کې يې کیوبايي امریکايان، په میامي او تمپا کې يې ښاري رايې ورکوونکي، په پالم ساحل کې يې یهود تقاعدیان او کیوبايي لاتینیان له دېموکراتانو سره دي. دلته ناقانونه کډوال تل د ټاکنو توده موضوع وي خو له تقاعدیانو سره يې بیا د اسراييل او روغتیا غم وي. ښکاري چې په دې ټاکنو کې به د اقتصاد موضوع هم تر بل هر وخت توده وي.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 57.9%سپین پوستي
  • 15.2%تور پوستي
  • 22.5%لاتین
  • 4.3%او نور

اقتصاد

  • $47,051 کلنى عاید
  • 13.1% د بې وزلۍ کچه
  • 8.8% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 0.0%
    ۲۰۰۰م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 5.0%
    ۲۰۰۴م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 2.8%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

ایووا، شپږ رايې

ایووا ایالت په هندي امریکايي قوم پسې نومل شوی دی او ځینې يې د هاکي د ایالت په نامه ځکه یادوي وي چې د دغه قوم مشر په همدې نامه یادېده.

ایووا، چې د لومړنۍ پارلماني کمېټې د جوړولو له امله د ارزښت وړ ده له ۲۰۰۰ م کال نه تر ۲۰۰۴م کاله پورې د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ اوښته را اوښته خو په ۲۰۰۸م کال کې يې اکثریت رايې د ولسمشر اوباما په برخه شوې.

د دې ایالت په لوېدیځ کې د جوارو د ښکلو پټو بزګرې کورنۍ تر ډېره جمهوریت غوښتونکي خوښوي خو مرکزي او ختیځې سیمو کې يې بیا د ديموکراتانو ملاتړي ډېر دی.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 88.7%سپین پوستي
  • 2.9%تور پوستي
  • 5.0%لاتین
  • 3.5%او نور

اقتصاد

  • $48,457 کلنى عاید
  • 12.4% د بې وزلۍ کچه
  • 5.4% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 0.3%
    ۲۰۰۰م کال ديموکراتانو بری
  • 0.7%
    ۲۰۰۴م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 9.5%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

میشیگان، ۱۶ رايې

دا ایالت ګرېټ لېک (ستر ډنډ) هم بولي او د موټرو د صنعت کور دی چې د ډېټرویټ ښار شاوخوا فعالیت کوي.

میشیګان ایالت له ۱۹۹۲م کال راهیسې په ټولو ولسمشریزو ټاکنو کې د ديموکراتانو سره پاتې شوی دی او په همدې ایالت کې جورج ډبلیو بوج د ۲۰۰۰م او ۲۰۰۴م کال په ټاکنو کې په ډېر لږ توپیرسره وبایلله. د ایالت په پراخو ټاکنو ګټلو کې جمهوریت غوښتونکي تاریخ لري.

میشیګان چې د هېواد د تولیداتو زړه بلل کېږي اوس د بې کارۍ له جدي ګواښ نه ځورېږي. دلته به د سږني کال د ټاکنو توده موضوع اقتصاد او د دغه ایالت دریو لویو موټر جوړونکو کمپنیو ته د پورونو هغه پړېکړه وي چې ولسمشر اوباما په ۲۰۰۹ کال کې کړې وه او ډېرو جمهوریت غوښتونکو ورسره مخالفت وښود. ديموکراتان وايي دا پورونه به د کمپنیو په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي او زرګونه کسان به له بې روزګارۍ هم وژغوري.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 76.6%سپین پوستي
  • 14.0%تور پوستي
  • 4.4%لاتین
  • 4.9%او نور

اقتصاد

  • $47,461 کلنى عاید
  • 14.1% د بې وزلۍ کچه
  • 9.4% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 5.1%
    ۲۰۰۰م کال ديموکراتانو بری
  • 3.4%
    ۲۰۰۴م کال ديموکراتانو بری
  • 16.5%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

منېسوټا، ۱۰ رايې

منېسوټا ته د شمال ستوری وايي. دا ایالت د سکندېنېویايي هېوادونو لکه ناروې، سویډن او امریکا ګډ کلتور لري.

منېسوټا ایالت د ۱۹۷۲م کال راهیسې تل ديموکراتانو ته رایې ورکړې ده، ان په ۱۹۸۴ کال هم چې نورو ټولو ایالتونو رونالډ رېګن ته رايې ورکړه. خو جورج بوش د ۲۰۰۰م او ۲۰۰۴م کلونو په ټاکنو کې په خورا لږ توپير په کې مات شو.

د امریکا د نورو ایالتونو په څېر به د سږني کال په ټاکنو کې اقتصاد او کارونه مهمې موضوعګانې وي. خو په مېسوټا کې چې کله دغه دوه مهم ګوندونه (ديموکراتان او جمهوریت غوښتونکي) په اکثریت بری ونه لري نو د درېيم ګوند نوماندان تل بری مومي.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 83.1%سپین پوستي
  • 5.1%تور پوستي
  • 4.7%لاتین
  • 6.9%او نور

اقتصاد

  • $56,704 کلنى عاید
  • 10.6% د بې وزلۍ کچه
  • 5.9% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 2.4%
    ۲۰۰۰م کال ديموکراتانو بری
  • 3.5%
    ۲۰۰۴م کال ديموکراتانو بری
  • 10.2%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

نوادا، شپږ رايې

دې ایالت ته د سپینو زرو ایالت ځکه وايي چې دلته د سپېنو زرو ډېر کانونه شته او ډېره پېژندل شوې سیمه يې لاس وېګس نومېږي.

نوادا له ۱۹۸۰ کاله را په دې خوا هر کال ګټونکي نوماند ته رايې ورکړې دي. بارک اوباما هم په ۲۰۰۸ کال کې په ښه اکثریت دلته وګټله او سږ کال به دېموکراتان په دې هیله وي چې د څلور کاله وړاندې په شان بیا دلته بخت ورسره یاري وکړي. په دې ایالت کې لاتینیان مخ په ډېرېدو دي او ناقانونه کډوال به له مهمو موضوعګانو وي.

نوادا د ۲۰۰۸م کال په اقتصادي بحران کې ډېره ځپل شوې چې له امله يې د دې ایالت بې کاري په ۲۰۱۰ کال کې ۱۵٪ ته لوړه شوه. نو ښايي د دې سیمې اقتصادي حالت د سږ کال په ټاکنو کې رغنده رول ولوبوي. ديموکراتان د دې ایالت په لاس وېګس او رېنو ښارونو کې ډېر پیاوړي دي او جمهوریت غوښتونکي بیا د وېګس په کلیو کې ډېر بر لاسي دي.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 54.1%سپین پوستي
  • 7.7%تور پوستي
  • 26.5%لاتین
  • 11.5%او نور

اقتصاد

  • $55,322 کلنى عاید
  • 9.4% د بې وزلۍ کچه
  • 12.1% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 3.5%
    ۲۰۰۰م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 2.6%
    ۲۰۰۴م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 12.5%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

نیوهمپشایر، څلور رايې

دغه ایالت د ډېرو ډبرينو سرچينو په لرلو سره په ګرانیت مشهور شوی دی. د غره له کاڼو نه جوړه د مشهور زوړ سړي طبیعي مجسمه تر اوسه د دغې ایالت نښان پاتې دی،‌ سره له دې چې هغه په ۲۰۰۳م کال کې ویجاړه شوی هم ده.

نیو همپشایر یو لیبرال ایات دی، چې د کلونو په اوږدو کې یې جمهوریت غوښتونکو ته ډېرې رایې ورکړي دي. که څه هم په دې ایالت کې بارک اوباما د ۲۰۰۸م کال د ټاکنو مطلق ګټونکی و، جورج بوش بیا ترې وړاندې په ۲۰۰۰م کال هم په دې ایالت کې ډېرې رایې ګټلې وې. د دغه ایالت د څنګلوري ایالت ماساچوست مخکنی والي میت رامني هم ښايي په دغه ایالت کې د پام وړ رایې وګټي.

رای ورکوونکي په دې ایالت کې غواړي کاندیدان له نژدې او په ليدنو کتنو کې وګوري. دغه ایالت د حکومت ضد ازادۍ دريځ لري.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 92.3%سپین پوستي
  • 1.0%تور پوستي
  • 2.8%لاتین
  • 3.7%او نور

اقتصاد

  • $62,629 کلنى عاید
  • 8.7% د بې وزلۍ کچه
  • 5.7% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 1.3%
    ۲۰۰۰م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 1.4%
    ۲۰۰۴م کال ديموکراتانو بری
  • 9.6%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

نوي مکسیکو، ۵ رايې

زیا، د لمر لپاره د امریکا سمبول دې چې د دې ایالت په بېرغ کې هم ځای لری. دغه ایالت د امریکا په ایالتونو کې د وګړو د شمېر له پلوه دویم مقام لري.

په ۲۰۰۰م او ۲۰۰۴ م کلونو کې دغه ایالت کې ټاکنې په ډېر لږ توپیر سره پای ته ورسېدي. الګور په ۲۰۰۰ م کال یوازې د ۳۶۶ رایو په اخیستو له جورج بوش سیالي وګټله.خو اوباما بیا په ۲۰۰۸م کال کې له خپل ټاکنیز سیال څخه ۱۵ سلنه رایې زیاتې وګټلې. نظرپوښتنې ښيي چې د ۲۰۱۲ په ټاکنو کې د دیموکراتانو بخت مخته دی.

ددغه ایالت د سیاسي وېش لپاره د ایالت جغرافیوي عامل ټاکونکی دی. دیموکراتان یې په شمالي او ښاري سیمو کې پیاوړي دي، او جمهوریت غوښتونکي یې په جنوب ختيځ کې له ټکساس سره ګاونډيتوب لري. د لاتینې نیو مکسیکو ګڼ مېشتو وګړو په ۲۰۰۸ کال کې د اوباما ملا وتړله، خو بیا هم اوباما د کډوالو په چارو کې ژمنه شوي اصلاحات رانه وستل، د کډوالۍ په چارو کې د جمهوریت غوښتونکو دریځ د لاتینې امریکا وګړي هم له ځان سره ملګري کړي دي.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 40.5%سپین پوستي
  • 1.7%تور پوستي
  • 46.3%لاتین
  • 11.3%او نور

اقتصاد

  • $42,737 کلنى عاید
  • 16.2% د بې وزلۍ کچه
  • 6.5% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 0.1%
    ۲۰۰۰م کال ديموکراتانو بری
  • 0.8%
    ۲۰۰۴م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 15.1%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

شمالي کرولاینا، ۱۵ رايې

شمالي کارولاینا ایالت د رایټ وروڼو د ټولنې ټاټوبی دی، چې په ۱۹۰۳ کال کې یې د کیتي هاوک په شاوخوا کې لومړی ګاډی راویوست.

دغه ایالت له کلونو راهیسې د جمهوریت غوښتونکو پیاوړی مرکز و، خو بارک اوباما په ۲۰۰۸ کال په کې ډېر لږ رایې وګټلې. د هغه بریالیتوب شاید په وروستیو لسیزو کې د دغه ایالت له دیموګرافیک بدلون سره تړلی وي.

شمالي کارولاینا د جنوبي ایالتونو له بریاليو او مخ پر وده ایالتونو څخه دی. په ځانګړې توګه کاري لوستو ډلو په رالي او دورهام ښارونو کې ځایونه خپل کړي دي. د لاتین توکمو د پام وړ زیاتوالی او د تور پوستو پر ډېرو وګړو سربېره، په دغه ایالت کې پر دیموکراتانو چا ته د بریا چانس نه ورکول کېږي.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 65.3%سپین پوستي
  • 21.2%تور پوستي
  • 8.4%لاتین
  • 5.0%او نور

اقتصاد

  • $45,131 کلنى عاید
  • 15.1% د بې وزلۍ کچه
  • 9.7% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 12.8%
    ۲۰۰۰م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 12.4%
    ۲۰۰۴م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 0.3%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

اوهایوو، ۱۸ رايې

اوهایو د امریکا د اوو مخکنیو ولسمشرانو د زوکړې ایالت دی، چې ځینې وخت د ولسمشرانو عصري مور هم ورته ویل کېږي. البته د دې مور ډېر مشهور زوی توماس ادیسن مخترع و.

اوهایو د امریکا په ټاکنو کې خپل بیرغ لوړ ساتلی دی، او له ۱۹۶۰ راهیسې یې تر اوسه هېڅ بایلونکي ولسمشر ته رایه نه ده ورکړې. همدا ده چې په ۲۰۱۲ کې هم ټاکنو کې دغه ایالت ته سترګې ور اوړي. په تېرو ټاکنو کې په دغه ایالت کې بارک اوباما په لږ اندازه مخکې و، او جمهویت غوښتونکي تمه لري چې د دغه ایالت د رایو برخه د دوی په ګټه تمامه شي، لکه څنګه یې چې د ۲۰۱۰ م کال حکومت ولۍ او مشرانو جرګې رایې ډېرې په کې ګټلې وې.

اوهایو د خپلو ګاونډیو ایالتتونو میشیګن او پنسلوانیا په څېر د امریکا یو صنعتي ایالت دی، چې لاهم د نړۍ د ډېرو مشهورو شرکتونو لکه پروکتر او ګمبل او فایرسټون ټاټوبی دی. د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو سیاسي په شاتګ پر اوهایو کوم اغېز ونه کړ، چې د ټاکنو پر ورځ به هم د دغه اقتصادي ایالت پر رايه اچوونکو اغېز ونه کړي.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 81.1%سپین پوستي
  • 12.0%تور پوستي
  • 3.1%لاتین
  • 3.7%او نور

اقتصاد

  • $46,838 کلنى عاید
  • 14.5% د بې وزلۍ کچه
  • 7.2% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 3.5%
    ۲۰۰۰م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 2.1%
    ۲۰۰۴م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 4.6%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

پنسیلوینا، ۲۰ رايې

دغه ایالت د خپلواکۍ اعلانولو او د ازادۍ زنګ وهلو ټاټوبی دی، چې ډېر ورته د تاج دغمي ایالت هم وايي.

که څه هم له ۱۹۹۲م کال راهیسې پنسیلوینا ایالت په ټولو ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکراتانو ملا تړلې خو په ۲۰۰۰م او ۲۰۰۴م کال کې د ټاکنو پایلې سره ډیرې نژدې وې. پنسیلوینا کې جمهوریت غوښتونکو د ۲۰۱۰م کال د حکومت ولۍ او مشرانو جرګې ټاکنې وګټلې او اوس هم په کې راتلونکو ټاکنو ته هیله من دي.

د ډیموکرات ګوند د سیاسي چارو کارپوه جیمزکارویل پنسیلووینا، فیلیډیلفا او پیټسبارا چې الابامه یې په منځ کې پرته ده او دا د دغې ایالات د سیاسي جغرافې دقیق انځور ښيي. ډیموکراتان په ختیځ او لوېدیځ کې صنعتي ښارونه کنټروله وي او جمهوريت غوښتونکي د ایالت په زړه کې په کليوالو سیمو کې ښه نفوس لري. خو د تېرو څو کلونو اقتصادي بحران د پنسیلوینا ټولو سیمو ته ګوزار ورکړی دی. نو په دې کې هېڅ شک نشته چې د اقتصادي بحران په اړه اندېښنې به د نومبر د ټاکنو یوه لویه موضوع وي.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 79.5%سپین پوستي
  • 10.4%تور پوستي
  • 5.7%لاتین
  • 4.2%او نور

اقتصاد

  • $50,028 کلنى عاید
  • 13.2% د بې وزلۍ کچه
  • 8.1% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 4.2%
    ۲۰۰۰م کال ديموکراتانو بری
  • 2.5%
    ۲۰۰۴م کال ديموکراتانو بری
  • 10.3%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

ویرجینیا ایلات، ۱۳ رايې

کله نا کله ویرجینیا ته د ولسمشرانو مور هم ویل کېږي ځکه چې د امریکا اکثره پخواني ولسمشران دلته زېږېدلي و. له هغو نه یو توماس جفرسن و.

د سويل په څېر له کورنۍ جګړې وروسته تر ۱۹۶۰م کال پورې ورجینیا سخت ډیمکرات پاله ایالت و خو په مدنی حقونو کې د اصلاحاتو له امله نا خوښي رامنځته شوه او دغه ایالت د جهوري غوښتونکو په مرکز بدل شو.

خو د پلازمینې واشنګټن په شاوخوا کې د نفوس د زیاتوالي او له لاتینې امریکا او مکسیکو نه دغه هېواد ته د ګډوالي د کچې د ډېرېدا له برکته د دیموکراتانو پلویان ډېر شوي دي. دا چې له تاریخي پلوه دغه ایالت کې د تور پوستو نفوس ډېر دی نو دغو بدلونونو د ولسمشرۍ نوماندانو ته د ورجینیا ایالت ګټل چې په دودیزه توګه د کوم ګوند ملاتړی نه دی ډېر مهم کړی دی. دلته په ۲۰۰۸ کال کې باراک اوباما اکثریت رايي وګټلې چې له ۱۹۶۴ کال نه وروسته دا د ډیموکراتانو لومړي بری و. د ایالت دواړه سناتوران هم د ډیموکرات ګوند غړي دي. خو د ۲۰۰۹ کال په وروستیو کې جمهوريت غوښتونکو بېرته د دغه ولایت مشرتوب وګاټه او هیله لري چې د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې هم ګټونکي اوسي.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 64.8%سپین پوستي
  • 19.0%تور پوستي
  • 7.9%لاتین
  • 8.2%او نور

اقتصاد

  • $60,539 کلنى عاید
  • 10.4% د بې وزلۍ کچه
  • 5.9% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 8.0%
    ۲۰۰۰م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 8.2%
    ۲۰۰۴م کال د جمهوریت غوښتونکو بری
  • 6.3%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

ویسکانسین، ۱۰ رايې

کېنستونکی د دې ایالت نشان دی. د دوی په بېرغ او حتی په ملي نغمه کې هم ځای لري. ځینې خلک ویسکانسین د کېنستونکی په ایالت پېژني.

له ۱۹۸۸ نه را په دې خوا دیمکراتان په دغه ایالت کې ولسمشریزې ټاکنې ګټي خو په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۴ کال کې جمهوریت غوښتونکو په ډیر کم توپير دغه ټاکنې وبایللې. په ۲۰۱۰ م کال کې جمهوریت غوښتونکو د ایالت مشري او سنا څوکۍ وګټلې نو پر دې بنسټ ویلی شو چې په دې ایالت کې به نوماندان د رایو شمېر له یو بل سره ډېر نژدې وي.

باراک اوباما د ۲۰۰۸ کال په څېر ډېرو راييو ګټلو ته سترګې په لار دی او د غښتلو ټولنو غورځنګ به له دې سره هم مرسته کوي.

د نفوس توکمیز ترکیب یا شمېرنه

  • 83.3%سپین پوستي
  • 6.2%تور پوستي
  • 5.9%لاتین
  • 4.6%او نور

اقتصاد

  • $51,257 کلنى عاید
  • 11,5% د بې وزلۍ کچه
  • 7.5% د بې کارۍ کچه

تېر وارې څومره سره نژدې وو؟

  • 0.2%
    ۲۰۰۰م کال ديموکراتانو بری
  • 0.4%
    ۲۰۰۴م کال ديموکراتانو بری
  • 13.9%
    ۲۰۰۸م کال د جمهوریت غوښتونکو بری

* له نبراسکا او مېن پرته چې په کې گټونکى د کانگرس د رايو پر بنسټ او د ايالت د رايو په حساب وي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .