قطر د پیغمبر د ژوند فلم جوړوي

د خپريدو وخت: 07:02 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391
nabawi_mosque

"النور" شرکت په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې دغه فلم به د تخنیک او هنر له مخې تر ټولو لوی اسلامي فلم وي.

قطر د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د ژوند فلم جوړوي.

د قطر "النور" فلم جوړوونکي شرکت ویلي چې ددغه فلم د جوړولو لپاره یې اوس له نامتو اسلامي علماوو سره سلا مشورې پیل کړي دي.

دغه فلم به درې برخې لري، چې وايي د جوړولو هدف یې په امریکا کې د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي فلم غبرګون ښودل شوی دی.

د فلم په جوړښت کې د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحادیې له رییس ډاکټر یوسف القرضاوي سره هم مشوره پیل شوې ده.

ښاغلی قرضاوي به د علماوو د ډلې مشري هم کوي.

"النور" شرکت په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې دغه فلم به د تخنیک او هنر له مخې تر ټولو لوی اسلامي فلم وي.

دوی وايي چې اوس یې له علماوو څخه ددغه فلم د جوړېدو د شرعي جواز غوښتنه کړې ده.

ویناپاڼه وايي، چې "النور" شرکت اوس د فلم جوړونې تکړه نړیوال تخنیکي کسان ګمارلي دي، چې د دغه فلم د یوې برخې په تولید به ټول ټال ۱۵۰ میلیون ډالر ولګول شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .