ډېره قهوه څښل د ړوندوالي سبب کېږي

د خپريدو وخت: 07:30 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391
قهوه

په دې څیړنه کې دوه ډلې تر څېړنې لاندې نیول شوې چې یوه د نارینه او بله د مېرمنو وه.

د یوه امریکايي روغتیايي مرکز له خوا شوې څېړنه ښيي چې د کافيين د ډېر مقدار لرونکې قهوه د یو جلوکوما glaucoma یا د سترګو د ژیړوالي د اخته کېدو امکان زیاتوي.

د دغې څیړنې پایلې چې په یوه امریکايۍ مجله کې خپرې شوې هغه چاته چې ډېره قهوه څښي، خبرداری ورکړی چې کیدای شي قهوه یې سترګې ړندې کړي.

د دې څیړنې ترسره کوونکي جي هي کانګ وايي د ځینو هېوادونو اوسیدونکي د نړۍ د نورو سیمو په پرتله پر exfoliation glaucoma اخته دي، دا ځکه چې دوی کافین لرونکي قهوه څښي.

په دې څیړنه کې دوه ډلې تر څېړنې لاندې نیول شوې چې یوه د نارینه او بله د مېرمنو وه، د دوی ټولو عمرونه له څلوېښتو کلونو لوړ و او د څېړنې د پیل پرمهال په جلوکوما اخته نه و.

څیړونکو د معلوماتو د راټولو له لارې د څیړنې لاندې شخص له خوا د کافین لرونکو مشروباتو کچه معلومه کړې، بیا دوی دغه معلومات تحلیل کړي چې د جلوکوما پر ناروغۍ اخته کیدل جوت کړي، هغه ناروغي چې پر سترګو تر هغې کچې فشار راوړي چې د لیدلو رګونه له کاره وغورځوي.

د څیړنو پایلې ښودلې هغو کسان چې درې او یا له هغې زیاتې پیالې د زیاتې اندازې کافین لرونکي قهوه څښي د هغو کسانو په پرتله چې قهوه نه څښي به جلوکوما ناروغۍ د اخته کیدو امکان ډېر دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .