اسراییل یوه بې پیلوټه الوتکه را غورځولې

د خپريدو وخت: 12:33 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391

پوځي چارواکي وايي الوتکه د هېواد له لوېدیځ نه ورغلې خو نه له غزې تړانګې.

د اسراییل پوځ وايي یوه کوچنۍ بې پيلوټه الوتکه يې وروسته له هغه ويشتلې او را غورځولې ده چې د هېواد په جنوب کې يې هوايي حریم ته داخله شوې وه.

دغه الوتکه د نګيب دشتې په شمال کې را غورځول شوې ده.

دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې دا الوتکه له کومه را غلې وه.

پوځي چارواکي وايي الوتکه د هېواد له لوېدیځ نه ورغلې خو نه له غزې تړانګې.

اسراييلي پوځ ويلي دا معلومه نه ده چې دا ډرون خو به پر اسراییل د حملې لپاره د معلوماتو ټولولو یا سروې لپاره را لېږل شوې وه که نه.

خو د اسرييل راډیو د پوځ د یوه ویاند له خولې ويلي چې را غورځول شوې ډرون الوتکې کوم چاودېدونکي توکي نه درلودل.

د پوځ ویاندې ډګروالې اوېتال لیبوېچ وويل، دغه ډرون چې پر غزې تړانګې يې الوتنه کوله خو له هغه ځایه نه وه راغلې د اسراییل د رادار سیستم و موندله.

هغې وويل اسرايیلي جېټ الوتکې له دغه ډرون سره یو ځای الوتلې او وروسته يې پړېکړه وکړه چې را و يې غورځوي.

نورو چاواکو ويلي دغه ډرون شاوخوا ۲۰ دقیقې په اسراییلي خاوره الوتنه کړې.

د اسراییل د دفاع وزیر یهود بارک ويلي هېواد يې دا پېښه ډېره جدي ګڼي.

ښآغلي بارک وويل "موږ به پر خپل ځواب وروسته فکر وکړو".

خبریالان وايي پخوا هم څو ډرون الوتکې د اسراییل حریم ته د هېواد له شماله ننوتې وې.

تر دې مهاله درې وارې د لبنان مېشتې شیعه اورپکې ډلې حزب الله بې پیلوټه الوتکې کشف شوي دي.

د ۲۰۰۶ کال په جولای میاشت کې یوې ډرون الوتکې د اسراییلو سمندري بېړۍ ویجاړه کړه.

دوې نورې ډرون الوتکې هم په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې د اسراییل حریم ته بې له کشفه ننوتې وې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .