مرسي د پاڅون ټول نیول شوي بندیان وبښل

د خپريدو وخت: 06:59 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391
محمد مرسي

مرسي د ټاکنیز کمپاین پرمهال هم د بندیانو د خوشي کولو ژمنه کړې وه.

مصري ولسمشر محمد مرسي د ټولو هغو بندیانو د بښلو امر کړی، چې د تېرې جنورې د ۲۵ په پاڅونونو کې د هغه وخت د ولسمشر حسني مبارک د ځواکونو له خوا بندیان شوي.

په فرمان کې چې د ولسمشرۍ له دفتره خپور شوی، ویل شوي چې ولسمشر د ټولو هغو بندیانو د بښلو امر کړی، چې د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ د ۲۵ پاڅون د تایید او مرستې لپاره واټونو ته راووتل.

په پام کې ده چې د ولسمشر دا عمومي بښنه به په مصري زندانونو کې د زرګونه بندیانو د خوشي کېدو سبب وګرځي.

زرګونه مظاهره کوونکي د تېر کال په فبرورۍ کې د مخکني ولسمشر د لیرې کېدو د پاڅونونو په لومړیو ۱۸ ورځو کې ووژل شول.

حسني مبارک له راپرځېدا وروسته بندي شو، چې بیا وروسته محکمې د وژنو په جرم په عمري بند محکوم کړ.

د ولسمشر ددې عمومي عفوې له مخې، تر یوې میاشتې پورې لوی څاروان او پوځي قضا باید د خوشي کېدونکو کسانو لستونه جوړ کړي.

ځینې راپورونه وايي چې د مصر جګپوړې پوځي شورا د حسني مبارک تر شړل کېدا وروسته د ۲۰۱۱ د فبرورۍ له ۱۱ راهیسې د محمد مرسي تر ټاکل کېدا پورې، تر ۱۲ زرو ډېر مصریان پوځي محکمو ته ورپېژندلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .