شمالي کوریا وايي امریکا ویشتونکي توغندي لري

د خپريدو وخت: 05:39 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391
د شمالي کوریا توغندي

د اوږد واټن توغندیو اعلان وروسته تر هغه وشو، چې جنوبي کوریا له واشنګټن سره د بالیستیکي توغندیو د واټن ډېرولو تړون لاسلیک کړ.

شمالي کوریا ویلي داسې توغندي لري، چې د امریکا متحدو ایالتونو د ننه هدفونه په نښه کولی شي.

دا اعلان ایله دوه ورځې وروسته تر هغه وشو، چې جنوبي کوریا له واشنګټن سره د بالیستیک توغندیو د ډېرولو تړون لاسلیک کړ.

د شمالي کوریا خبري رسنیو د ملي دفاع د جرګه ګۍ د ویاند له خولې ویلي چې "د شمالي کوریا انقلابي پوځ داسې توغندي لري، چې نه یوازې په جنوبي کوریا کې امریکايي اډې په نښه کولی شي، بلکې په جاپان او امریکا کې هم اهداف په نښه کولی شي."

ویاند ویلي چې پیونګیانګ "د هر دښمن مخې ته ددفاع لپاره چمتو دی، د تومي قوت لپاره اتومي قوت او د توغندي لپاره د توغندي ځواب."

د شمالي کوریا دا غبرګون او ګواښ وروسته تر هغه وشو، چې په تېره یکشنبه جنوبي کوریا وویل چې د ګاونډې شمالي کوریا د برید د مخنیوي لپاره یې له واشنګټن سره د بالیستیک توغندی د واټن ډېرېدا یو تړون لاسلیک کړی دی.

باور کېږي چې شمالي کوریا اوږد واټن ویشتونکی توغندی جوړوي، چې وايي تر ۶۷۰۰ کیلومترو پورې اهداف ان په متحدو ایالتونو کې هم په نښه کولی شي.

خو د شمالي کوریا دوه وروستۍ ازموینې ناکامې شوې.

په شمالي کوریا کې تر ۲۸ زرو ډېر پوځيان ځای پرځای شوي، چې د ممکنه برید پروړاندې ځوابي برید ته چمتو وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .