"مکسیکو کې ځورونکو ته سزا نه ورکول کېږي"

د خپريدو وخت: 17:28 گرینویچ - پنجشنبه 11 اکتوبر 2012 - 20 تله 1391
ولسمشر فېلیپې

امنیستي انترنشنل په حکومت غږ وکړ چې له دغې مسلې سره کلکه مبارزه وکړي

د بښنې نړیواله ټولنه، امنیستي انټرنشنل وایي په مکسیکو کې د ولسمشر فېليپې کالدېرون د واکمنۍ د دویمې دورې د پای ته رسېدو په مهال په دغه هېواد کې د مشکوکو ځورونې او له هغو سره ناوړه چلند پېښې په ډراماتیکه توګه زیاتې شوې دي.

ټولنه زیاتوي، بشري حقونه له پامه غورځېدلي ځکه د نشه یي توکو د کارو باریانو او سازمان شوو جنایتونو پرضد پوځي کمپاین پرمخ بېول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په مکسیکو کې د نشه یي توکو د کارو بار تر ټولو لوی مشر د امنیتي ځواکونو له خوا و وژل شو.

د امنیستي انترنشنل له قوله د فیلیپي کالدېرون ادارې په څرګنده په مکسیکو کې په خورېدونکي ډول په کړونو سترګې پټې کړې دي. د بشري حقونو دا ډله وایی د رپوټونو له مخې د پولیسو او امنیتي ځواکونو له لوري د مشکوکو جنایت کارانو ځورونې او له هغو سره ناوړه چلند پيښې زیاتې شوې دي.

د ټولنې په وینا د هغو قوانینو له شته والي سره سره چې کړوونکو ته سزا ورکوي، ډيرې پيښې په پوره ډول نه دي څېړل شوې او د هغو تر سره کوونکي تقریبا هیڅکله د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي.

د بښنې نړیواله ټولنه، امنیستي انترنشنل په حکومت غږ کوي چې له دغې مسلې سره کلکه مبارزه وکړي او په حکومت تور لګوي چې د بشري حقونو مسایل یې له پامه غورځولي او یا یې څنګ ته کړي دي، په داسې حال کې چې د سازمان شوو جنایتونو او نشه یی توکو د ډلو پرضد یې پوځي جګړیزه تګلاره غوره کړې ده.

د اوونۍ په پیل کې د مکسیکو سمندري ځواکونو وویل چې د نشه یي توکو د کارو بار یو مهم مشر هېريبېرتو لازکانو یې له دوی سره د ډزو په لړ کې وژلی دی. سمندري ځواک وروسته وویل یوازې هغه مهال پوه شول چې لازکانو یې وژلی چې د هغه جسد له یخچاله غلا شوی و چې باید وروسته خاورو ته سپارل شوی وای.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .