ترکیې د سوریې یوه الوتکه کوزیدو ته اړ اېسته

د خپريدو وخت: 06:52 گرینویچ - پنجشنبه 11 اکتوبر 2012 - 20 تله 1391

د تلاشي په بهیر کې په الوتکه کې پوځي مخابراتي وسایل وموندل او ضبط شول.

ترکي رسنۍ وايي د سوريې اېربس الوتکه هغه وخت ترکي جنګي الوتکو کشف کړه چې د دغه هېواد هوايي حریم ته ورننوتله . الوتکه اړ ایستل شوه چې د پلازمېنې انقرې هوايي ډګر ته ورکوزه شي. په کې سپرې ۳۵ سپرلۍ یې ورڅخه را کښته کړل شوې او ترکي چارواکو د الوتکې لټول پیل کړل.

له تلاشۍ وروسته الوتکه بېرته پرېښودل شوه. ریپوټونه وايي د تلاشي په بهیر کې پوځي مخابراتي وسایل وموندل شول او ضبط شول. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو وویل ښايي دغې الوتکې غیر ملکي بار لېږدوو. مانا دا چې په ديپلوماتیکه ژبه یې وویل چې وسلې یې لېږدولې.

هغه وویل ترکیې هوډ کړی چې له خپل هوايي حریم څخه به د سوریې حکومت ته د هر ډول وسلو د تېرېدلو مخه نیسي. دغه پېښه به د ترکیې او سوریې تر منځ کړکېچ لا ډېر کړي. تېره اوونۍ پنځه ولسي ترکان له سوریې سره پولې ته نژدې په خپل کور کې د هاوان په یوه ګولۍ چې له سورېې څخه وار شوې وه ووژل شول.

له هغه راهیسې ترکي پوځ ځو ځله د سوریې پر خاوره د توپچې ډزې کړې دي. پرون د ترکیې د پوځ مشر قوماندان سوریې ته ګواښنه وکړه چې که له پولې پورې ډزې ونه دروي، انقره به یې په لا ډېر زورور ځواب ورکړي.

په همدې ترڅ کې ترکي چارواکو د سوریې فضا نا خوندي اعلان کړې او ترکي الوتکې د هغه هېواد د پاسه تېرېدلو ته نه پرېږدي. زموږ خبریال جیمز رینولد چې د ترکیې په جنوب کې دی وايي انقره په څرګنده غواړي خپل ولس او سوريې ته وښيي چې د سوريې له لوري ورپېښ ګواښ خورا ډېر جدي ګڼي.

د ترکيې حکومت ښايي اندېښنه ولري چې سوريې ته ورتلونکې وسلې به یې بېرته پر خاوره ور وار شي.

په همدې ترڅ کې متحده ایالتو دا ریپوټونه تاييد کړي چې په اردن کې خپل یو ځانګړی ځواک خای پرځای کړی دی.

ویل کیږي چې دغه ځواک به د سوريې د کیمیاوي او بیالوژیکي وسلو خوندیتوب څاري او ترڅنګ يې د مرستې رسولو له هڅو سره هم مرسته کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .