ترکیه وايي د سوریې په الوتکه کې وسلې وې

د خپريدو وخت: 10:34 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

سوریې د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان په درواغو تورن کړ.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان وايي د سوریې په هغې الوتکې کې چې د ترکیې جېټ الوتکو له خوا په انقره کې ناستې ته اړه کړای شوه د سوریې پوځ ته دفاعي او پوځي توکي لېږدول کېدل.

د خبر له مخې د سوریې الوتکه وپلټل شوه. داسې ښکاري چې پوځي توکي په کې موندل شوي دي.

د نړیوال قانون له مخې په مساپر وړونکې الوتکه کې پوځي توکي او مهمات لېږدول منع دي خو په دې الوتکه کې له روسیې نه ځینې توکي د سوریې دفاع وزارت ته لېږدول کېدل.

ترکیې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر/۱۰ مه) د سوریې مساپر وړونکې الوتکه په زوره کښته کړه ځکه شک پرې کېده چې پر سوریې د وسلو له بندیز نه په سرغړونې يې دغه هېواد ته وسلې لېږدوي.

ترکي چارواکي وايي ځینې توکي یې راګرځولي چې اوس هم ارزول کیږي.

هاخوا روسیه وايي له ترکیې غواړي چې د الوتکې د کښته کولو په هکله جزییات ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند الکسندر لوکاشېویچ وویل د ترکیې جېټ الوتکو له خوا د سوریې د مساپر وړونکې الوتکې کښته کول د مساپرو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی و.

"د اکتوبر د ۱۰ او ۱۱ نېټې په منځنۍ شپې ترکي چارواکو په زوره د سوریې یوه مساپر وړونکې الوتکه چې له مسکو نه دمشق ته روانه وه په انقره کې کښته کړه. موږ دغه عمل غندو. په دغه بېړني حالت کې د ۱۷ روسانو په ګډون د مساپرو ژوند او خوندیتوب له خطر سره مخامخ شو. ترکیې په انقرې کې زموږ سفارت ته خبر نه و ورکړی چې په الوتکه کې نیول شویو کسانو کې روسان هم شته".

ترکیه وايي مساپر وړونکې الوتکه یې د وسلو د لېږدولو په شک کښته کړې وه چې ځینې توکي هم په کې وموندل شول خو روسیه او سوریه دواړه په الوتکه کې د وسلو د لېږدولو خبره ردوي.

سوریې د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان په درواغو تورن کړ.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې صدراعظم اردغان ننګولی چې په الوتکه کې نیول شوې وسلې دې خلکو ته وښيي.

سوریې د الوتکې کښته کول د ترکیې له خوا د شوکې عمل بللی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .