محمد مرسي لوی څارنوال پر څوکۍ پرېښود

د خپريدو وخت: 05:40 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391
څارنوال عبدالمجید محمود

ښاغلي محمود لا له وړاندې ویلي وو چې تر ټاکل شوې مودې به خپله څوکۍ پرېنږدي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي د هغه هيواد د لويې څارنوالۍ سره هغه لانجه غوڅه کړه چې ويلي يې وه دغه څارنوال دې له دندې گوښه شي.

دغه لانجه هغه مهال وشلېده، چې ولسمشر محمد مرسي او لوى څارنوال عبدالمجید محمود سره پخپلو کې سره کېناستل.

د لويې څارنوالۍ مرستيال وايي دغه لانجه هغه مهال راوټوکېده چې ولسمشر غوښتل لوى څارنوال په واتيکان کې د هغه هېواد د سفير په توگه ونوموي.

مصري حقوق پوه مفتاح سليم وايي وروستۍ پرېکړه سمه پرېکړه ده.

مرستیال لوی څارنوال محمود مکي ویلي چې د ولسمشر او لوی څارنوال ترمنځ رامنځ ته شوې لانجه د مصري ولس تر غوږونو ورسېده.

ولسمشر دا پرېکړه وروسته تر هغه وکړه، چې د مظاهره کوونکو د ځپلو په چاره کې د لویې څارنوالۍ له لوري د حسني مبارک د حکومت د مهال ځینې ښکېل کسان سپین وخېژول شول.

تر دې اعلان وروسته د محمد مرسي او لوی څارنوال د پلویانو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شو او د قاهرې په تحریر څلورلاري کې بیا خلک راغونډ شول.

قاهره کې د بي بي سي خبریال جان لاین وايي، لویې څارنوالۍ ته د محمود بېرته راستنېدل په دغه هېواد کې د قضايیه قوې د خپلواکۍ څرګندويي کوي.

خو ښاغلي محمود لا له وړاندې ویلي وو چې تر ټاکل شوې مودې به خپله څوکۍ پرېنږدي.

"په ۱۹۹۳ کال د لویې څارنوالۍ د قضايي تفتیش د ادارې لومړی وکیل وګمارل شو، ورپسې په ۱۹۹۶ کال د قاهرې د استیناف محکمو د ریاست مرستیال شو، خو په ۲۰۰۶ کال د ۲۲۵ فرمان له مخې لوی څارنوال وټاکل شو."

د مصر لوی څارنوال پر همدې تړاو خبریالانو ته وویل چې: ''زه مې د خپلې دندې مسؤولیت لرم او دفاع به ترې کوم. زه له خپل دریځه دفاع کوم. زه د لویې څارنوالۍ د بې پرېتوب او خپلواکۍ ملاتړ کوم. د قاضیانو له خپلواکۍ دفاع کوم، ترهغه به خپله دنده پرېنږدم، چې جدي ګواښ راته پېښ شوی نه وي.''

ژوندلیک

عبدالمجید محمود په ۱۹۴۶ کال زیږېدلی، او د قاهرې له پوهنتون یې په ۱۹۶۷ کال په حقوقو کې لیسانس اخیستی دی.

په ۱۹۶۹ کال مرستیال لوی څارنوال شو، بیا وروسته په ۱۹۷۹ کال لوی څارنوال شو.

په ۱۹۸۵ کال مدافع وکیل شو، بیا په ۱۹۹۲ کال د قاهرې د استیناف محکمو رییس وټاکل شو.

په ۱۹۹۳ کال د لویې څارنوالۍ د قضايي تفتیش د ادارې لومړی وکیل وګمارل شو، ورپسې په ۱۹۹۶ کال د قاهرې د استیناف محکمو د ریاست مرستیال شو، خو په ۲۰۰۶ کال د ۲۲۵ فرمان له مخې لوی څارنوال وټاکل شو.

مصریان د هغه د شخصیت په اړه سره وېشلي دي، مدافعین یې یو زړه ور او قوي سړی بولي، او د قانون او صلاحیتونو څښتنه څېره یې معرفي کوي.

خو ګوتنیوونکي یې بیا د مبارک د واکمنۍ پرمهال له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په تور ملامتوي، همدا وو چې د پاڅون یوې برخې او ګوندونو د هغه د لیرې کېدو غوښتنې وکړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .