سوریې د خوشه يي بمونو کارول پراخه کړي دي

د خپريدو وخت: 09:11 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

سوریې هغه نړوال کنوانسیون، چې سل هېوادونو پکې برخه نه لري، نه دی لاسلیک کړی، چې د کلسټر بمونو د جوړولو او کارولو بندیز پرې لګېدلی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې پر سوریې تور پورې کړی، چې د ولسي وګړي پرضد یې د خوشه يي یا کلسټر بمونو په کارولو کې په پراخه کچه ډېروالی راوستی.

دغه ډله وايي، د دوی ویډیو څارنه ښیې چې په تېره اوونۍ کې په سوریه کې لږ تر لږه تر شلو پورې کلسټر یا خوشه يي بمونه غورځول شوي، چې دا شمېره له تېرو اتلسو میاشتو سره برابره ده.

د بشري حقونو د څار ډله دا رنګه وايي، د دوی ویډیو څارنې ښوولې چې د سوریې حکومتي ځواکونه د روسیې جوړ شوي مهمات کاروي.

سوریې هغه نړوال کنوانسیون، چې سل هېوادونو پکې برخه نه لري، نه دی لاسلیک کړی، چې د کلسټر بمونو د جوړولو او کارولو بندیز پرې لګېدلی دی.

بندیز

سوريې دولتي سرچينې وايي هغه هيواد پخپل حريم کې د ترکيې پر ټولو ملکي الوتنو بنديز لگولى دى.

دغه پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې د چارشنبې پر ورځ د ترکيې حکومت د سوريې هغه الوتکه کېوتو ته اړايستل شوه، چې له مسکوه يې الوتنه کړې وه، ترکيې ويلي چې دغې الوتکې سوريې ته پوځي تجهيزات لېږدول.

پر همدې مهال د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان پر ملگرو ملتو نیوکه کړې چې گواکې په سوريه کې د ولسي مرگ ژوبلې په مخنيوي کې پاتې راغلى.

هغه په دې برخه کې د ملگرو ملتو د امنيت په شورا کې د اصلاحاتو غوښتونکى شو.

په داسې حال کې چې د ترکیې او سوریې ترمنځ ترينگلتيا مخ پر زياتېدو ده، د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو او عربي هېوادونو ځانگړى استازى اخضر ابراهيمي د ترکیې له حکومت سره د خبرو لپاره استانبول ته پر لار دى.

ښاغلى ابراهيمي وايي ترکیې ته یې د سفر موخه د سوریې د حالاتو په اړه د چارواکو د نظر اورېدل دي.

پر پوله ترینګلتیا

د ترکیې او سوریې پر ګډه پوله تر یولړ پېښو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي شول.

تېره اوونۍ د دواړو خواوو له لوري پر یو او بل ډزې وشوې، چې په لړ کې یې د سوري ځواکونو په ډزو لږترلږه پنځه ترکي ولسي وګړي ووژل شول.

ترکي حکومت د سوري یاغیانو کړنې وستایلې او د بشارالاسد د شړلو غوښتنه یې وکړه.

ترکیې ویلي چې سوریې ته په روسي وسلو بار الوتکه یې کښېناستو ته اړ کړې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي پر سوري فضايي حریم د ټولو ترکي ملکي الوتنو د بندیز پرېکړه د انقرې د ورته یوې پرېکړې په غبرګون کې شوې ده.

خو ترکیې تر اوسه پر خپله فضا د سوري ملکي الوتنو د بندیز خبره نه ده ډاګیزه کړې، بلکې تېره اوونۍ یې په روسي وسلو بار یوه الوتکه درولو ته اړ کړه.

د ترکیې خبرداری

د سوریې له دې پرېکړې لږ مخکې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو خبرداری ورکړی، چې هېواد به یې پر حریم د تېري په صورت کې لاس تر زنې کښې نه ني.

نوموړي استانبول کې خبریالانو ه ویلي چې که هر راز برید او تېری د ترکیې د ملي امنیت په خطر تمام شي، باید غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .