د ملالې د درملنې برتانوی روغتون

د خپريدو وخت: 12:53 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

د ملکې الزابت روغتون په يو پوړ کې د عاجلې پالنې تر ټولو لوى مرکز لري چې ۱۰۰ رنځوران په کې هم مهاله ساتل کېدلى شي.

د ملکې ایلېزابت روغتون په برمنگهم کې لوى ملکي روغتون دى چې هر کال تر يو ميليون ډېر رنځوران ورځي.

د عامې روغتيا په دې موسسه کې تر ۷۰۰۰ کسان کار کوي چې، تر ١٢٠٠ ډېر بسترونه او تر ۳۰ ډېر د عملياتو سيمې لري.

دې روغتون ته په افغانستان کې ټپيان شوي پوځيان هم په منظم ډول د پېچلو درملنو لپاره را وړل کېږي.

د ودانيو په دې ټولگه کې په وروستۍ ټکنالوژۍ سمبال پوځي برخه هم شته چې په جگړه کې د پېښو شويو ټپونو د درملنې ځانگړې برخه لري.

د ملکې ایلېزابت روغتون په يو پوړ کې د عاجلې پالنې تر ټولو لوى مرکز لري چې ۱۰۰ رنځوران په کې هم مهاله ساتل کېدلى شي.

خو د ټلگراف ورځپاڼې په خپله نننۍ گڼه کې د دغه روغتون د پوځي درملنې برخه تر پوښتنې لاندې را وستې او ليکي:

" ۱۳ هغو پوځيانو چې په تېرو دريو کلو کې، په افغانستان يا عراق کې له ټپي کېدو وروسته دغه روغتون ته را وړل شوي وو، د درملنې پر ټيټه کچه محکمې ته عريضه کړې ده".

له بلې خوا د روغتون يوه مشر- کيت پورتر د خپلو خدماتو د لوړې کچې په تړاو د يوه پوځي نکل راوړي چې څه ډول يې تر ټپي کېدو وروسته د بدن درې غړي پرې شول، خو بيا يې د خپل ژوندانه د بېرته سمولو وړتيا ومونده.

هغه وويل چې تر ټپي کېدو څه کم شپږ میاشتې وروسته دغه سرتېري په خپله، خپل ورکړ شوى مډال تر لاسه کړ او وروسته يې دا وړتيا ومونده چې د واورو پر مخ د ښويېدو لوبه- سکي ترسره کړي.

د روغتون په نورو رنځورانو کې د برتانوي پوځ يوازینۍ ښځينه غړې – حنا کامپل چې پښه يې د افغانستان په جگړه کې بايللې وه، هم راځي.

هغه اوس روغه ده، مصنوعي پښه او د ځغاستې لپاره ځانگړې وسيله کاروي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .