روسيه افغانستان کې ورک عسکر غواړي

د خپريدو وخت: 15:56 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

پخواني شوروي اتحاد په ١٩٧٩ کال کې پر افغانستان يرغل وکړ.

روسيه افغان چارواکو او ولس ته اپيل کوي چې د شاوخوا ٢٠٠ هغو لادرکو عسکرو په پيدا کولو کې مرسته ورسره وکړي چې پر افغانستان د شوروي يرغل په کلونو کې تري تم شول.

دوى وايي په هغو عسکرو کې ٣٠ يا ٤٠ تنه ښايي لا تر اوسه ژوندي وي.

په کابل کې د روسيې سفير اندرې اويتسيان وويل د دۀ هېواد او افغانستان په داسې يوۀ سند سره کار کوي چې ترمخه به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوروي اتحاد د پېر د ورکو شويو سرتېرو د موندلو چاره تنظيميږي.

د روسيې سفير وويل په افغانستان کې ځينو ځايونو ته تگ د امنيت له کبله گران دى او داسې گومان دى چې هورې به د ځينو ورکو شويو سرتېرو قبرونه وي.

د پخوانيو روسي عسکرو يوه ټولنه اټکل کوي چې شاوخوا ٢٦٥ سرتېري يې په افغانستان کې تري تم شوي دي.

ويل کيږي نژدې ٢٠ تنه يې تر هغه وروسته په نورو هېوادونو کې ځاى پر ځاى شوي دي چې د جگړې پر وخت افغان مجاهدينو ته تسليم شول.

٣٠ يا ٤٠ کسه نور ښايي لا تر اوسه په افغانستان يا پاکستان کې دېره وي.

پخواني شوروي اتحاد په ١٩٧٩ کال کې پر افغانستان يرغل وکړ.

له ١٠ کلنې جگړې وروسته د شوروي اتحاد شاوخوا ١٥ زره عسکر ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .