د سپتمبر د ۱۱ د تورنو محاکمه پیل شوه

د خپريدو وخت: 05:57 گرینویچ - سه شنبه 16 اکتوبر 2012 - 25 تله 1391
خالد شیخ محمد

خالد شیخ محمد قاضي ته وویل: ''فکر نه کوم چې دا محکمه دې عادلانه وي.''

په امريکا د سپتمبر د بريدونو طراح خالد شيخ محمد د محاکمې لړۍ نن (سې شنبه/ اکتوبر ۱۶) په کلېکاږل گوانټانامو کې پيل شوه.

له ښاغلي محمد سره څلور نور تورن هم د ځانگړې محکمې پر وړاندې ودرېدل.

د بشري حقوقو څارونکو وړاندې په دا ډول محاکمو له دې امله نيوکه کړې وه چې د شکنجې له لارې ترلاسه شوي اعترافونه به کې کارول کېږي، خو دولتي څارنوال وايي چې د شکنجې له لارې شواهد به په دې محاکمې کې نه کارول کېږي.

خالد شيخ محمد او په ملگرو يې د سپتمبر د بريدونو طرحه کولو تور دى که چېرې پر هغوی تورونه ثابت شي، نو د اعدام له سزا سره هم مخامخ کېدى شي.

اوس د ګوانتانامو زندان په یوه پوځي محکمه کې د خالد الشیخ محمد، مصطفی احمد الحوسوي، ولید بن عطاش، علي عبدالعزیز علي او رمزي بن الشیبه پوځي محاکمه د پنځو ورځو لپاره پیل شوې ده.

د دوی د قضیې څېړلو لپاره قاضي جیمز پاول ټاکل شوی دی.

پاکستانی الاصله خالد شیخ محمد چې له "الفه تر یا" پورې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د بریدونو پړه منلې ده، په سپینو کالیو او سپینه پګړۍ کې محکمې ته راڅرګند شو، چې د محاکمې په ډېری وخت کې ځان د ورځپاڼې په لوستلو بوخت کړی و.

دا دویم ځل دی چې خالد شیخ محمد د پوځي محکمې مخې ته درول کېږي.

تورن څوک دي؟

  • خالد شیخ محمد: د تورنو او بریدونو اصلي طراح، چې په ۲۰۰۳ کال کې ونیول شو، او له ۲۰۰۶ راهیسې ګوانتانامو زندان کې دی.
  • رمزي بن الشیبه: یمنی تورن چې د الوتکو په تښتولو کې یې مرسته کړې ده.
  • علي عبدالعزیز علي: امریکا ته د نهو الوتک تښتوونکو د ننویستلو په همکارۍ تورن دی.
  • مصطفی احمد الحوسوي: سعودی تورن، چې ویل کېږي تښتوونکو ته یې پیسې، جامې او کریډیټ کارتونه چمتو کړي.
  • ولید بن عطاش: یمنی تورن چې ویل کېږي د اسامه بن لادن ساتونکی پاتې شوی او د ۹/۱۱ پېښو کې د الوتکو تښتوونکي یې روزلي.

یوه بل تورن رمزي بن الشیبه بیا له محکمې څخه ځان د لمانځه په بهانه بهر کړ، خو قاضي وویل چې تر غرمې وروسته به هغه ته د لمانځه لپاره نور وخت وټاکي.

تورن مصطفی احمد الحوسوي بیا پخپله قضیه کې د هغه د ځانګړي وکیل ډیوید رونکي د ورښکېلولو غوښتنه وکړه، خو قاضي وویل چې د هغه پر غوښتنه به غور وکړي.

وړاندیزونه

تمه ده چې محکمه یو لړ وړاندیزونه واوري، چې په دې کې د امریکا د مدني ازادیو د اتحادیې غوښتنې هم شاملې دي.

دغه اتحادیه ددویمې طبقې د قضايي سیستم له محاکمو سر ټکوي، او وايي چې ډېر وخت په کې ضایع کېږي.

د مدني ازادیو دغې امریکايي اتحادیې ویلي چې پوځي محاکمې پر یوه ناعادله بهیر روانې دي.

زیاتوي چې "پوځي محکمې باور لري چې د تورنو د جرمونو ثابتول اسانه کار دی، خو د هغوی د شکنجې په اړه هېڅ نه وايي او د محاکمې بهیر هم عادلانه نه وي. "

د محاکمې دغه اوسني بهیر ته د "پېړۍ محاکمه" نوم ورکړل شوی، چې تر ټيک یوې اوونۍ پورې به په ګوانتانامو زندان کې دوام کوي.

د محاکمې دغه اوسني بهیر ته د "پېړۍ محاکمه" نوم ورکړل شوی، چې تر ټيک یوې اوونۍ پورې به په ګوانتانامو زندان کې دوام کوي.

دا محاکمه په تېره روژه کې کېدونکې وه، خو د روژې میاشتې له کبله وځنډول شوه.

د شکنجې مساله

که څه هم محاکمه د پردو تر شا وه، خو پنځو واړو تورونو ویلي چې د امریکايي استخباراتو (سي ای اې) په پټ زندان کې سخت شکنجه شوي او په زور ترې اعتراف اخیستل شوی.

په ۲۰۰۶ کال کې ګوانتانامو زندان ته له لېږدولو مخکې، خالد شیخ محمد او څلور نور تورن د سي ای اې په یوه پټ زندان کې ساتل کېدل، چې ویل کېږي سخت په کې شکنجه شوي او ځورول شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .