شمالي نایجریا کې چاودنو "لس کسان وژلي"

د خپريدو وخت: 05:08 گرینویچ - سه شنبه 16 اکتوبر 2012 - 25 تله 1391

له ۲۰۱۰ راهیسې په نایجریا کې د بوکو حرام بریدونو لږترلږه ۱۴۰۰ کسان وژلي دي.

د شمالي نایجریا په مایدګوري څپڅپانه ښار کې چاودنو او ډزو لږترلږه لس کسان وژلي دي.

ناتایید شوي رپوټونه وايي، چې په وژل شوو کې پوځيان هم دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د سې شنبې په ورځ وویل، چارواکو د ښار په واټونو کې ټانکونه او زغره وال ګاډي ځای پرځای کړي، چې اوس په ښار کې د تېر پرخلاف د خلکو ګڼه ګوڼه نه لیدل کېږي.

مایدګوري د شمالي نایجریا پورنو پلازمېنه ده، چې وړاندې په کې د پوځ او سخت دریځې اسلامپالې بوکو حرام ډلې ترمنځ سخت جګړې شوې دي.

خو د دغه تازه برید پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

بوکو حرام ډلې په تېره یکشنبه هم د نایجریا په حینو سیمو کې د عیسوي مذهبي مراسمو په ترڅ کې بریدونه کړي دي.

دغه ډله په شمالي نایجریا کې د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره مبارزه کوي.

نایجریا کې ډېری وګړي مسلمانان دي.

له ۲۰۱۰ راهیسې په نایجریا کې د بوکو حرام بریدونو لږترلږه ۱۴۰۰ کسان وژلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .