د امریکا د مرکزي بانک ورانولو تو طیه شنډه شوه

د خپريدو وخت: 06:07 گرینویچ - پنجشنبه 18 اکتوبر 2012 - 27 تله 1391

د فیدرل ریزرو ودانۍ چې د نیویارک په من هټن سیمه کې ده، د امریکا مرکزي بانک په کې دی

دامریکا چارواکي وايي، چې یو کس يې د دغه هېواد د مرکزي بانک د ویجاړولو لپاره د توطیې جوړولو په تور نیولی.

تورن کس غوښتل چې هغه څه چې ده ګومان کاوه بم دی د امریکا د مرکزي بانک د ودانۍ مخۍ ته وچوي.

د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې ایف بي ای مسوولین وايي نیول شوی کس چې قاضي محمد رضوان الحسن نومیږي د بنګلادېش تابعیت لري.

د بي بي سي خبریاله وايي، چې ۲۱ کلن بنګه دیشي په محکمه کې د عدالت کومه غوښتنه ونه کړه. پر ده د پراخې ورانکارۍ د وسلې کارونې او د القاعدې لپاره د مالي ملاتړ برابرولو تور دی.

د ایف بي ای په وینا د چاودنې د خطر ګواښ هیڅ کله موجود نه و، ځکه د دوی په وینا ښاغلی نفیس له نژدې څارل کېده.

ښاغلی نفیس له هغه وروسته ونیول شو، چې د ادعا له مخې د داسې چاودنې هڅه یې کوله، چې ده ګومان کاوه ۴۵۴ کیلو ګرامه بم دی.

د چارواکو په خبره ښاغلی نفیس د روان کال(۲۰۱۲) په جنورۍ کې نیویارک ته تللی و او د داسې تماسونو په لټه کې و، چې د دغې چاودنې په لړ کې ورسره مرسته وکړي.

د امریکا فدرالي څارنوالان وايي یو کس چې نیول شوی کس ورسره تماس نیولی و، داسې څوک وخوت چې د ایف بي ای لپاره يې پټ کار کاوه

د امریکا فدرالي څارنوالان وايي یو کس چې ده ورسره تماس نیولی و، داسې څوک وخوت چې د ایف بي ای لپاره يې پټ کار کاوه. وروسته ښاغلی نفیس تر څار لاندې ونیول شو او د ایف بي ای پټ استازي پرې ۲۰ داسې کڅوړې وپلورلې، چې ده ګومان کاوه په کې څه کم ۲۳ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد دي.

شکمن کس بیا غونډ شوي مواد او د وخت برابرولو الې وکارولې. دغه نیول کېدل د هغې لړۍ تازه ګام دی، چې د لومې اېښودولو عملیات بلل کیږي او په امریکا کې یې ایف بي ای او د ترهګرۍ ضد ادارې تر سره کوي. د فیدرل ریزرو ودانۍ چې د نیویارک په منهټن سیمه کې ده، د امریکا مرکزي بانک په کې دی او د ښار په مالي سیمه کې له نړیوال سوداګریزمرکزڅخه یو څو ودانۍ واټن لري.

د امریکا فدرالي چارواکي وايي ښاغلي نفیس د یو شمېر هدفونو وړاندیز وکړ، چې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی او د نیویارک د ونډو بازار هم په کې شامل وو. په یوه اعلامیه کې چې د دغه برید د پړې منلو په تکل چمتو شوې وه، د ادعا له مخې ښاغلي نفیس ویلي چې باوري دی، د امریکا ورانولو تر ټولو اغېزناکه لار د دغه هېواد د اقتصاد په نښه کول دي.

دا خبره هم شوې، چې دغه بنګلادېشي د برید له خپلې هڅې مخکې یوه ویډیو ثبت کړې، چې په کې یي ویلي( موږ به تر بري یا شهادت پورې نه درېږو) نیول شوی کس چې د نیویارک په کویینز سیمه کې اوسېده، د رپوټونو له مخې د ایف بي ای پټ استازي ته ویلي، چې له امریکا بهر له القاعدې سره تماس لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .