امریکا وايي تورن نضال حسن باید ږېره وخريي

د خپريدو وخت: 15:03 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

جګړن حسن استدلال کوي چې ږېره ېې د خپل دین، اسلام، له لارښوونو سره سمه پرې ایښې ده.

د امریکا یوې پوځي محکمې حکم کړی جګړن نضال مالک حسن، هغه کس چې پرې د فورټ هوډ په پوځي مرکز کې د ډزو شک دی باید له محاکمې وړاندې خپله ږېره وخريي.

قاضیانو حکم وکړ چې د ږېرې خرېیلو په اړه د پوځ له مقرراتو سره سم نه چلېدل به د جګړن حسن په اړه یو منفي نظر رامنځ ته کړي.

جګړن حسن استدلال کوي چې ږېره ېې د خپل دین، اسلام، له لارښوونو سره سمه پرې ایښې ده.

د مرافعې محکمې د پخواني قاضي پرېکړه تاييد کړه او حکم ېې وکړ چې جگړن نضال مالک حسن بايد بې له ږيرې او يا په زوره خرېيلو ته اړ او محکمې ته حاضر شي.

قاضيان وايي د امريکا قانون جگړن حسن ته چې پوځي يونېفورم ېې اغوستى له ږيرې سره محکمې ته د ورتگ اجازه نه ورکوي.

د مرافعې محکمې په ځانگړى ډول د قاضيانو مخکنۍ پرېکړه ځکه تاييد کړه چې جگړن حسن تر دې دمه دا ثابت نه شواى کړاى چې ږيره ېې په رښتيا د مذهبي عقيدې پر بنسټ پرې ايښې ده.

نو ځکه د دوى دا پرېکړه توجيه کېداى شي او دى بايد د پوځ معيارونو ته غاړه کېږدي. پوځ په زوره د خرېيلو لارښود هم لري.

د طبي عمليې په شتون کې ٥ پوځي پوليس بندي ټينگ رانيسي او په برقي ماشين ږيره ورخريي. دا ټول بهير په ويديو کې ثبتيږي.

که پر ښاغلي حسن په ٢٠٠٩ میلادي کال کې پر پوځي اډې بريد ثابت شي نو د مرگ سزا به پرې را وخېژي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .