یمن کې القاعده ملېشو نهه سرتېري وژلي

د خپريدو وخت: 10:27 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

رپوټونه وايي له ځانمرګي برید وروسته بیا نورو یاغیانو د سمندر له لوري پر اډې برید کړی.

په یمن کې چارواکي وايي نهه سرتېري يې د القاعده ملېشو په هغه برید کې وژل شوي چې د پوځ پر يوې اډې يې کړی.

برید کوونکو د چاودېدونکو موادو ډک موټر د هېواد په سويلي ولایت ابیان، د شوقران په ښار کې یوې پوځي اډې ته وچلاوه.

دا هغه ولایت دی چې تېر کال په کې القاعده ملېشو خپله اډه درلوده. د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر/۱۸ مه) په همدې ولایت کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې برید د القاعده شبکې ملېشه ووژل.

چارواکي وايي دا په دې یو زړور برید و چې دغه ځانمرګي وتوانېدل چې له څو امنيتي پوستو تېر شي او بلاخره ځان اډې ته ورسوي او یو يې بیا هلته ځان والوزوي.

رپوټونه وايي له ځانمرګي برید وروسته بیا نورو یاغیانو د سمندر له لوري پر اډې برید کړی.

دا برید پلان شوی او ډېر مسلکي ښکاري، همدا هغه څه دي چې ښايي د یمن دولت هیښ کړي.

د ۲۰۱۲ کال له مۍ میاشتې راهیسې یمني سرتېرو د امریکا په مرسته په ابیان ولایت کې د القاعده شبکې ملېشو پر ضد عملیت پيل کړي دي او تر ډېره يې ښار له دغو یاغیانو پاک کړی.

ويل کيږي چې له دې ولایته تښتېدلي ملېشه بېرته غرو ته تللي دي. خو دغه ځانمرګی برید یوه خبره بيا په تاکيد جوتوي چې د اورپکو ځپلو ته لا خورا اوږده لار په مخ کې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .