لبنان د چاودنې پړه پر سوریې واچوله

د خپريدو وخت: 05:57 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

پر وسام الحسن له برید وروسته په ګڼ شمېر کې سنیان سړکونه راوتل، ټایرونه یې وسوزل او د ښاغلي حسن ترور یې وغانده.

د سوریې ضد لبناني سیاستوالو په بیروت کې د موټر بم په لویې چاودنې کې د استخباراتو د مشر وسام الحسن د وژلو پړه د سوریې پر حکومت واچوله.

پخواني صدراعظم سعد الحریري خو ان په خپله د سوریې ولسمشر بشار الاسد د وسام الحسن په وژلو تورن کړ.

همدا رنګه د لبنان نورو سیاستوالو هم د پړې ګوته سوریې ته نیولې ده.

خو سوریې پر ښاغلي الحسن برید غندلی دی.

دغه راز امریکا هم د لبنان د استخباراتو پر مشر د موټر بم برید چې لږترلږه اته کسان په کې ووژل شول، غندلی دی.

په واشنګټن کې د د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویکټوریا نیولینډ په برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د امریکایانو له خوا خواخوږي وښوده:

''موږ د زړه له تله خپله خواخوږي له هغو کورنیو سره څرګندو چې عزیزان یې وژل شوي او ټپیان دي. موږ د لبنان له خلکو سره ولاړ یو او د باثباته او خپلواک لبنان لپاره خپله ژمنه بیا نوې کوو.''

د لبنان د استخباراتو د ادارې مشر ویسام الحسن په اشرفیه ولسوالۍ کې چې ډېری اوسېدونکي یې عیسویان دي، وژل شوی دی.

وسام الحسن په ۲۰۰۵ کال کې پر پخواني صدراعظم رفیق الحریري د بمې برید په اړه د څېړنو مشري هم کړې وه، چې په پایله کې يې سوریه په بمې برید کې په لاس لرلو تورنه شوه.

"په سوریه کې د کړکېچ له زیاتېدو سره په لبنان کې هم نارامي ډېره شوې ده."

نوموړي په دې وروستیو کې هم د یوه پخواني وزیر د نیولو زمینه برابره کړه چې په لبنان کې د سوریې په مرسته د بمې بریدونو په پلانولو تورن و.

پر وسام الحسن له برید وروسته په ګڼ شمېر کې سنیان سړکونه راوتل، ټایرونه یې وسوزل او د ښاغلي حسن ترور یې وغانده.

په سوریه کې د کړکېچ له زیاتېدو سره په لبنان کې هم نارامي ډېره شوې ده.

د هغو خلکو شمېره چې د سوریې پلوي او ضد دي سره مساوي دي، خو په بې طرفه وګړو کې له پرونې برید وروسته دا وېره ډېره شوې ده چې ښايي دغه ډول نور بریدونه هم وشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .