''امریکايي شرکتونه پاکستان کې پانګونه غواړي''

د خپريدو وخت: 06:43 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

مارک ګراسمن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر سره هم وکتل او آغلې کهر د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګراسمن ویلي پاکستان ته یې ددې لپاره سفر نه دی کړی، چې شمالي وزیرستان کې پوځ د اورپکو د ځپلو لپاره نور عملیات پیل کړي.

مارک ګراسمن د پاکستان له یوه حکومتي تلوېزیون سره د مرکې پرمهال ویلي هېواد یې غواړي له تېرو درو میاشتو راهیسې له پاکستاني چارواکو سره د ترینګلو حالاتو جاج واخلي.

ښاغلي ګراسمن په دې موخه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

کله چې له لوموړي وپوښتل شوه، چې ایا د سفر هدف یې پر پاکستاني پوځ دا فشار راوړل دي، چې شمالي وزیرستان کې طالبان او نور سخت دریځي اورپکي وځپي؟

نوموړي وویل چې پاکستان او امریکا ګڼ اړخیزې اړیکي لري، چې ورځ تر بلې دغه اړیکي د رغېدا په حال کې دي.

دغه امریکايي استازي دا هم وویل چې اوس ځینې امریکايي شرکتونه پاکستان کې د لانورې پانګونې لپاره لېوالتیا لري.

مارک ګراسمن تېره ورځ (شنبه/ اکتوبر ۲۰) د پاکستان له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره په راولپنډۍ کې وکتل.

تر دې کتنې وروسته یوه اعلامیه خپره شوه، چې وايي دواړو غاړو د افغانستان پر روانو حالاتو د یوبل نظر واورېد.

مارک ګراسمن ویلي چې شمالي وزیرستان یا کومه بله سیمه کې د عملیاتو پیلول یوازې او یوازې د پاکستاني حکومت کار دی.

خو په قبایلي سیمو کې د امریکا د څارګرو الوتکو د بریدونو په اړه ښاغلي ګراسمن ځان په څنګ تېر کړ.

"امریکا وړاندې له پاکستاني حکومته په شمالي وزیرستان کې د طالبانو د ځپلو په موخه د عملیاتو د پیلولو غوښتنه کړې وه."

هغه وویل: "زه دا ویل غواړم چې امریکا او پاکستان د القاعدې د ختمولو لپاره ژمن دي، او موږ هیله من یو چې دا هڅه تر پایه دوام ومومي."

مارک ګراسمن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر سره هم وکتل او آغلې کهر د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

امریکا وړاندې له پاکستاني حکومته په شمالي وزیرستان کې د طالبانو د ځپلو په موخه د عملیاتو د پیلولو غوښتنه کړې وه.

امریکا او افغان چارواکي په دې اند دي، چې د پاکستان له قبایلي سیمو په افغانستان کې د ننه پر ناټو او امریکايي پوځيانو او پوځي او امریکايي بنسټونو بریدونه طرح کېږي.

خو پاکستان دا ادعاوې د تل په څېر رد کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .