ولسمشر اسد "ملي واکمنۍ" ته درناوی غواړي

د خپريدو وخت: 19:50 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

اخضدر ابراهيمي له خبريالانو سره په خبرو کې وويل هڅه کوي د لوى اختر پر مهال ښکېلې غاړې پر يوۀ اوربند سلا کړي.

د سوريې ولسمشر بشارالاسد ويلي په دغه هېواد کې د کړکېچ د ختمولو په موخه هر راز حل لارې ته چمتو دى خو شرط يې دا دى چې د سوريې ملي واکمنۍ ته درناوى وشي.

سوريې لپاره د ملگرو ملتونو او د عرب ليگ له ځانگړي استازي اخضر ابراهيمي سره له کتنې وروسته ښاغلي اسد په يوې خپرې کړې وينا پاڼه کې د کړکېچ د هواري د برخې په توگه هر راز بهرنۍ لاسوهنه رد کړه.

اخضر ابراهيمي له خبريالانو سره په خبرو کې وويل هڅه کوي د لوى اختر پر مهال ښکېلې غاړې پر يوۀ اوربند سلا کړي او د سوريې حکومت ځواب ته سترگې په لار دى.

نوموړي زياته کړه حکومت مخالفي اوربند ته چمتو دي که د سوريې حکومت ورته ژمن شي:

"موږ د هېواد دننه او بهر له اپوزوسیون سره چې په سوله ییز او وسله واله توګه فعالیت کوي تماسونه نیولي دي. موږ ته مثبت ځواب را کړ شوی، له ټولو سره چې موږ لیدلي، د اوربند ملاتړ کوي".

ښاغلي ابراهيمي زياته کړه که موږ د اوربند په رامنځ ته کولو کې بريالي شو نو کېداى شي دوامداره کېدو هڅه يې وکړو:

"که چېرې موږ د لوی اختر په شپو ورځو کې د دې اوربند په تر لاسه کولو وتوانېږو نو د غځولو هڅه به يې کوو خو که چې اوربند و نه شي موږ به خپلې هڅې جاري ساتو او هیله من یو چې په بله لار به د سوريې خلکو ته ارامي را ولو".

هغه مهال چې ښاغلي ابراهيمي له خبريالانو سره خبرې کولې د باب توما په عيسوۍ مېشته سيمه کې د يوۀ موټر بمب چاودنه وشوه.

د سوريې د دولتي تلوېزيون د رپوټ پر بنسټ چاودنه د پوليسو د يوۀ مرکز مخې ته شوې چې په کې يو کس وژل شوى او گڼ نور ټپيان شوي دي.

حکومت مخالفي فعالان وايي يوازې پرون د حکومتي ځواکونو له لوري څه د پاسه ۱۰۰ ولسي وگړي وژل شوي.

د تېرو ۴۸ ساعتو په اوږدو کې د حکومتي ځواکونو له لوري د هاوان توغونې غږونه ډېر شوي دي.

که څه هم ډېرى وگړي د اختر په ورځو کې د اوربند ټينگېدو ته هيله من دي خو د بشارالاسد د ځواکونو پر ژمنتيا شک لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .