عراقۍ سندرغاړه عفیفه اسکندر ومړه

د خپريدو وخت: 07:28 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391
عفیفه اسکندر

عفیفه اسکندر د خپل عصر له نورو هنري ښځو سره لکه منیره الهوزور، فخریه، مشتت، صدیقه الملایه او سلیمه مراد سره نژدې پاتې شوې ده.

په بغداد کې د تېرې یکشنبې پر ورځ عراقۍ مشهوره ولسي سندرغاړې عفیفه اسکندر د نژدې ۹۱ کلونو په عمر ومړه.

د عفیفې اسکندر نوم تر ډېره د بغداد پر موسیقۍ پورې د شلمې پېړۍ تر وروستیو پورې تړلی و.

عفیفه اسکندر په "عفـّو" هم مشهوره وه، ځکه چې مینه والو یې دا نوم ورباندې اېښی و.

عفیفه اسکندر په ۱۹۲۱ کال په سوریه کې د یوه عراقي مسیحي پلار او یونانۍ مور له ګېډې زیږېدلې وه، بغداد کې ستره شوې او په پنځه کلنۍ کې یې سندرې ویل پیل کړل.

لومړۍ سندریزه مېله یې د عراق کردستان په اربیل ښار کې داسې مهال جوړه کړه، چې ایله د اتو کالو وه.

هنري کورنۍ

عفیفه اسکندر په یوه لوستې او هنري کورنۍ کې ستره شوې، مور یې ماریکا دیمتري د موسیقۍ څلور آلې غږولی شوای، او د بغداد د شپې کلبونو مشهوره سندرغاړې وه.

دیمتري پر عراق د برتانوي یرغل پرمهال ان تر ۱۹۴۰ کال پورې یوه فعاله سندرغاړې وه.

عفیفې اسکندر په دوولس کلنۍ له یوه عراقي ارمني اسکندر اصطفیان سره داسې مهال کوژده وکړه، چې نوموړی پنځوس کلنۍ ته رسېدلی و.

اصطفیان هم موسیقي غږوونکی و.

عفیفه اسکندر د خپل عصر له نورو هنري ښځو سره لکه منیره الهوزور، فخریه، مشتت، صدیقه الملایه او سلیمه مراد سره نژدې پاتې شوې ده.

همدارنګه هغې په ترکي، فرانسوي، جرمني او انګلیسي ژبو مولونوګ غږولی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .