لبنان کې د کړکيچ د زياتيدا ويره پيدا شوې

د خپريدو وخت: 14:51 گرینویچ - دوشنبه 22 اکتوبر 2012 - 01 لړم 1391

ډېر دا خطر شته چې لبنان د سوريې ډنډ ته ورولوېږي

تېره شپه په لبنان کې د هېواد د استخباراتو مشر ویسام الحسن تر جنازې وروسته د سنيانو او شیعه ګانو تر منځ سختې نښتې وشوې.

ویسام الحسن د جمعې په ورځ (د اکتوبر 1۱۹مه) په یو موټر بم برید کې ووژل شو.

لبنان کې د تېرې اوونۍ تر ظاهرا" سياسىي وژنې وروسىته دا ويرې ډېرې شوي چې ښايي دغه هېواد په زياتېدونکي ډول سيمه ييز کړکېچ ته ورڅکېږي.

کړکېچ په سوريه کې روان دى چې د لسيزو په اوږدو کې يې پر لبنان برلاسى درلود.

تر اوسه د انقرې او دمشق تر منځ ترينگلتيا تر ډېره هغه سپرغۍ بلل کېده چې ښايي د سوريې کورنۍ فرقه يي شخړې په پراخ سيمه ييز کړکېچ واړوي.

خو دې ته ورته او ان تر دې هم لا ډېر دا خطر شته چې لبنان د سوريې ډنډ ته ورولوېږي.

لبنان چې د اوږده مهال لپاره د خپل ځواکمن گاونډي- سوريې تر اغېز لاندې و، تر هغه هم لا ډېر په فرقه يي ليکو بېل شوى، لا ډېره فرقه يي ترينگلتيا لري او په بنسټيز ډول تر هغه لا ډېر کمزورى دولت دى.

سوريه د لسيزو لپاره د لبنان په کورنۍ تگلاره کې برلاسى لوبغاړى و او يوه ډله يې د بل خلاف لوبوله.

ویسام الحسن د جمعې په ورځ (د اکتوبر 1۱۹مه) په یو موټر بم برید کې ووژل شو.

ځواکونو يې په ١٩٧٠ مو کلونو کې د عربي ټولنې په اشاره د سوله ساتو تر نامه لاندې عملا" د هېواد ډېره برخه په خپله ولکه کې راوستې وه. د هغوى دنده دا وه چې په لبنان کې تريخ کورنى جنگ پاى ته ورسوي. خو پر ځاى يې د سوريې ستراتېژيکې گټې وې چې بر ځاى يې موندلى و.

دمشق او ځايي متحدينو يې ان کله کله سياسي وژنو ته هم لاس اچاوه. خو پر ٢٠٠٥ کال د پخواني صدراعظم رفيق حريري وژنې،عمومي قهر را وپاراوه چې "ژړ انقلاب" بلل کېږي او په ترڅ کې يې سوري پوځونو تر نړيوالو فشارونو لاندې، لبنان پرېښود.

خو دا د سوريې د اغېز پاى نه و.

سوريه د پخوا په څېر د حزب الله د شيعيه غورځنگ چې په هېواد کې له پوځي پلوه تر ټولو غښتلې ډله ده، کلک متحد پاتې شو.

سوريه حزب الله ته له ايران څخه د وسلو لار چمتو کوي.

تېره اوونۍ د لبنان د استخباراتي مشر وژنه چې د سوريې ملگرتيا يې نه کوله، دا ټول ترخه يادونه بيا د خلکو په ذهنونو کې راتازه کوي.

په تېر کې د سوريې پياوړتيا وه چې لبنان ته يې ستونزې جوړولې، اوس يې ښايي کمزورتيا وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .