سوریه کې د اختر لپاره څلور ورځې اوربند اعلان شو

د خپريدو وخت: 04:26 گرینویچ - جمعه 26 اکتوبر 2012 - 05 لړم 1391

په سوریه کې پوځ او مخالفینو د لوی اختر په ویاړ څلور ورځې ډز بندیز اعلان کړی دی.

ملګرو ملتونو ددغه ډز بندیز پر عملي کولو شک ښودلی دی؛ دا ځکه چې اعلان په مشروط ډول شوی، چې وايي که هر لوري ډزې وکړې، مخالف لوری د "ځوابي ډزو حق لري."

دغه ډز بندیز د سوریې لپاره د نړیوال استازي اخضر ابراهیمي په غوښتنه شوی دی.

دغه اوربند سر د جمعې له ورځې (د اختر لومړۍ/اکتوبر ۲۶) عملي کېدونکی دی.

د سوري پوځ مشرتابه ویلي، چې د اوربند پرېکړې ته ژمن دی، چې تر راتلونکې دوشنبې به دوام ومومي.

د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، چې سوري پوځ "په دې موده کې د هر راز برید او ډزو د ځوابي ډزو حق لري."

خو د سوریې خپلواک پوځ چې دغه اوربند ته یې خپله ژمنتیا ښودلې ده، ویلي چې که چېرې حکومتي ځواکونو دغه تړون مات کړ، دوی به کلک ځواب ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس د خپلواک پوځ د پوځي شورا د رییس جګړن مصطفی الشیخ له خولې ویلي، چې "دغه اوربند ته ټول ښکېل اړخونه د ډز بندیز لپاره ژمن دي، خو که له دغو ډلو پرته نورې ډلې نښتې او ډزې وکړي، په دې تړون کې نه راځي."

نړیوال استازي اخضر ابراهیمي په تېره چارشنبه ویلي وو چې حکومت او ډلې مخالفې ډلې د اوربند پرېکړې ته ژمن ښکاري.

څېړنیزه ډله

"د بشري حقونو فعالین وايي، چې د تېر ۲۰۱۱ له مارچ راهیسې د سوریې په روانو جګړو کې لږترلږه دېرش زره انسانان وژل شوي دي."

بل خوا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان اړوندو څېړونکو په جنیوا کې ویلي چې سوري حکومت ته یې له ولسمشر بشارالاسد سره د لیدلو وړاندیز کړی دی.

د نړیوالو جرمونو ضد محکمه کې د ملګرو ملتونو مخکنۍ عمومي وکیلې کارلا دال پونتي چې په وروستیو کې یې د بشري حقونو د سرغړاوي په قضیو کې پلټنې کړې، ویلي چې سوریه کې د بشري حقونو ضد کړنو تحقیقات کوي:

"زما اساسي دنده هغو جګپوړو سیاسي او پوځي مشرانو ته ځان رسولي دي، چې په بشري ضد جرمونو کې ښکېل بلل شوي دي."

نوموړې ویلي، ښه به دا وي چې د بشري حقونو ضد قضیې نېغ په نېغه د جرمونو ضد نړیوالې محکمې ته حواله شي.

د بشري حقونو فعالین وايي، چې د تېر ۲۰۱۱ له مارچ راهیسې د سوریې په روانو جګړو کې لږترلږه دېرش زره انسانان وژل شوي دي.

خو ملګرو ملتونو بیا دغه شمېره شاوخوا شل زره ښودلې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .