بېرلېسکوني د محکمې له خوا د بند سزا رد کړه

د خپريدو وخت: 10:08 گرینویچ - شنبه‬ 27 اکتوبر 2012 - 06 لړم 1391

ښاغلى بارلسکوني تور لگوي چې په دې حکم کې قاضيان بې پرې نه وو او سياسي دريځ يې نيولى دى.

د ايټاليا پخواني صدراعظم سېلويو بېرلېسکوني د محکمې له خوا پر بند محکومېدل په قهر رد کړل.

ده ته د ميلان يوې ښاري محکمې د ماليې په نه ورکولو، د څلورو کلو بند سزا وټاکله.

ښاغلى بېرلېسکوني تور لگوي چې په دې حکم کې قاضيان بې پرې نه وو او سياسي دريځ يې نيولى دى.

دى چې پر خپل يوه ټلوېزيوني چېنل غږېده، وويل قضا ورپسې په ځانگړي ډول مټې بډ وهلې دي:

"زما پوره يقين و چې زه به له دې تورونو څخه چې له واقعيتو سره هېڅ تړاو نه لري، سپين بلل کېږم. دا محکوميت سياسي، له باور وتلى او نه زغمېدونکى دى. داسې نو نه شي کېداى. دا ښيي چې پر ما د قضاييه قوې له خوا پرله پسې گوزارونه کېږي او قضا د سياسي وسيلې په توگه کارول کېږي"

پخواني صدراعظم وويل په نژدې دوو لسيزو کې د ده د لاندې کولو هڅې روانې دي:

"شک نه شته چې دا محکوميت هم لکه ها نورې گڼې محاکمې چې ماته يې اختراع کړې وې، سياسي دى. په ټوليز ډول تر ۶۰ ډېرې محاکمې ترسره شوي، تر زرو ډېرې ښاري محکمې په دې پلټنو کې بوختې شوي، ١٨٨ ځله تلاشي شوي يو او په تېرو اتلسو کلو کې ٢٦٦٦ قضاييه غونډې جوړې شوې دي."

سېلويو بېرلېسکوني د ولسواکۍ پر راتلونکې اندېښنه وښوده چې د ده په وينا، د يو شمېر ځانگړو قاضيانو له خوا ويجاړېږي:

"کله چې د قاضيانو پر بې پرې والي ډاډ نه وي، نو دا په يوه نامتمدن، بربري او نه زغمېدونکي هېواد اوړي او ولسواکي په کې له منځه ځي. دا د خواشينۍ خبره ده، خو زموږ د هېواد حالت نن همدا دى."

دا په ٣٣ محاکماتي غونډو کې څلورم ځل دى چې ښاغلى بېرلېسکوني په لومړنۍ محکمه کې پړ راخېژي.

څلور ځله د ټاکلي مهال تر تېرېدو وروسته محکومت بېرته لېرې شوى، په شپږو نورو پېښو کې يا د استيناف غوښتنه بريالۍ شوې او يا يې پرېکړه په محکمو کې د خورا ډېرو دوسيو د ټولېدو له امله، لا نه ده اورول شوې.

دا ځل هم اټکل دى چې د ايټاليا پخوانى صدراعظم به استيناف غواړي او دا هغه بهير دى چې ښايي کلونه ونيسي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .