د امریکا ختيځو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شو

د خپريدو وخت: 07:43 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

د امریکا د ختیځو ایالتونو ښوونځي رخصت شوي او د لېږد-رالېږد سیستم هم په ټپه درېدلی دی.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما امريکايانو ته خبرداری ورکړی چې د هېواد ختيځ سمندرغاړې ته يې نژدې کېدونکی ځواکمن توپان جدي وګڼي.

سپينې ماڼۍ ويلي ولسمشر په اوهايو کې له ټاکنيزو منډو ترړو وتلی او د حالت څارنې په موخه واشنګټن ته ستون شوی دی.

ښاغلي اوباما له خلکو غوښتنه وکړه چې لارښونو ته غوږ شي.

له دې مخکې د نيويارک ښاروال (مايکل بلومبورګ) له ټيټو پرتو سيمو د ۳۷۵ زره خلکو د ايستلو امر ورکړی و.

د نيويارک بندر تړل شوی، او څه د پاسه ۵ زره الوتنې ځنډول شوې دي. د بسونو او مځکې لاندې اورګاډي تګ راتګ درېدلی، او نن دوشنبه به ښوونځي هم تړلي وي.

د امریکا د ختیځو ایالتونو ښوونځي رخصت شوي او د لېږد-رالېږد سیستم هم په ټپه درېدلی دی، چې ویل کېږي، د لسګونو میلیونو وګړو ژوند سخت اغېزمن شوی دی.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د امریکا خاورې ته د سنډي توپان رسېدل شاید د ورېځو پر یوه ځواکمن توپان بدل شي.

ولسمشر اوباما د ختیځو ایالتونو له وګړو غوتي، چې خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي او د چارواکو سپارښتنې ومني.

د ایر فرانس، بریټیش ایروېز او ویرجین اتلانتیک په څېر نړیوالو هوايي شرکتونو خپلې ګڼې الوتنې ځنډولې دي.

نیویارک، بالتیمور، نیو ارک، واشنګټن، بوسټن او فیلادفیا هغه ایالتونه او ښارونه دي، چې له نورې اروپا ورته الوتنې ځنډول شوې دي.

اټکل دی، چې سنډي توپان په یوه ساعت کې له ۷۵ میله تېزوالي سره، د اقیانوس پر اوبو لانګ ایلنډ او د نیویارک بندر ته ورسېږي.

دغه توپان احتمالاً له لوېديځ څخه له ژمني توپان سره یوځای کېږي، او پر یوه مرګوني توپان اوړي.

د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۹) شاید دغه توپان د امریکا ویرجینیا او نیو انګلنډ ته ورسېږي، او د تېزوالي د ډېرېدو امکان یې هم شته.

دغه توپان احتمالاً له لوېديځ څخه له ژمني توپان سره یوځای کېږي، او پر یوه مرګوني توپان اوړي.

توپان او ټاکنې

په ختيځو ایالتونو د امریکا ټاکنیز کمپاینونه درول شوي، او هلته ګڼ ټاکنیز پروګرامونه هم د سنډي توپان له کبله لغوه شوي دي.

ولسمشرۍ ته ولاړ نوماند میت رامني په ویرجینیا کې خپلې پروګرامونه لغوه کړي او د بارک اوباما ټاکنیز کمپاین په کلورادو او ویرجینیا کې نه ترسره کېږي.

په پام کې وه چې بارک اوباما نن دوشنبه په یوه مهم ایالت اوهایو کې ټاکنیز تبلیغات وکړي، خو لغوه شو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .