تایوان چین ته د جاسوسۍ په شک پوځي افسران نیولي

د خپريدو وخت: 12:15 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

دې قضيې چین ته د تایوان د تقاعد شویو پوځي غړو او جنرالانو د ډېرېدونکو سفرونو په اړه پوښتنې را ولاړې کړې دي.

د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر/۲۹ مه) د تایوان د دفاع وزارت وويل درې متقاعد پوځي افسران يې چین ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

خو د تایوان ځايي رسنیو ويلي ټول نیول شوي اته کسه دي او ښايي په دې قضیه کې تر دې ډېر کسان ښکېل وي چې ډېری يې متقاعد پوځي کارکونکي دي.

دفاع وزارت وايي، یو کس چې نوم يې په ځایي رسنیو کې هم خپور شوی د سیاسي جګړې، سمندري ځواکونو د هوا پېژندنې او سمندر پېژندنې د برخې پخوانی مشر دی.

وزارت وايي له هغه وروسته چې پوه شول دغه افسر د پیسو په بدل کې چین ته مالومات لېږدول نو د زیان د کابو کولو لپاره يې هڅې پيل کړې.

که څه هم دغه افسر په دې وروستیو اوونیو کې نیول شوی و خو خبر يې همدا نن (دوشنبې، د اکتوبر/۲۹ مه) رسنیو ته ورسېد.

د ځايي رسنیو په وینا دغه تورن افسر په مې میاشت کې تقاعد واخیست او په اګست کې چین ته لاړ.

دې قضيې چین ته د تایوان د تقاعد شویو پوځي غړو او جنرالانو د ډېرېدونکو سفرونو په اړه پوښتنې را ولاړې کړې دي.

ځايي رسنۍ وايي نيول شوي افسر چانګ چه شين د داسې یوې ادارې مشري کوله چې د تایوان د اوبتلونو د لارښود سیستم لپاره نقشو، د کمين پټو سیمو، د تایوان د ساحلي سیمو په تړاو د ځمکې او سمندري څپو په اړه يې مالومات ساتل.

که چېرې د چین پوځ داسې مالومات تر لاسه کړي نو مرسته به ور سره وکړي چې پر تایوان په ښه ډول او ځایونو ښه برید وکړي.

په ځايي رسنیو کې د کارپوهانو له خولې ويل شوي که چېرې داسې وشي نو د تایوان سمندري ځواکونه به د یوې داسې جګړې مقابله و نه شي کولی.

له چین سره د تایوان اړيکي ښايي په څو لسیزو کې تر هر کله ښې وې خو په تایوان کې چاواکي وايي د چین له خوا د جاسوسۍ په هڅو کې کموالی نه دی راغلی.

د تېر کال په جولای میاشت کې هم د تایوان یوې محکمې هغه پوځي جنرال ته د عمري بند سزا ورکړه چې چین ته په جاسوسۍ تورن و او د تایوان د پوځ د مخابراتو او برېښنايي مالوماتو د څانګې مشري يې کوله.

دغه قضیه په څو لسیزو کې د تایوان تر ټولو جدي امنیتي خلع بلل شوې ده.

چین او تایوان د ۱۹۴۹ کال له کورنۍ جګړې وروسته تر اوسه د سولې کوم تړون نه دی لاسلیک کړی.

چین تر اوسه هم تایوان خپل یو ولایت بولي او د سلګونه توغندیو مخه يې ورته اړولې ده چې دا د چین له لورې تایوان ته د رسمي خپلواکۍ اعلانولو پر ضد خبرداری دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .