کلنټن د سورېې په اپوزيسيون کې لوی بدلون غوښتی

د خپريدو وخت: 07:03 گرینویچ - پنجشنبه 01 نومبر 2012 - 11 لړم 1391

مېرمن کلنټن وايي داسې اپوزيسپون بايد موجود وي چې د سورېې د ټولو برخو او وگړو غږ پورته کړاى شي.

د امريکا د بهرنیوچارو وزيرې هيلري کلنټن د سورېې د اپوزيسيون په مشرتابه کې د لوى بدلون غږ کړى دى.

ميرمن کلنټن ويلي دي راتلونکې اوونۍ په قطر کې کېدونکې خبرې بايد دا باوري کړي، هغه کسان چې په سورېې کې دننه د ولسمشر اسد د رژيم پر ضد جنگيږي، بايد هلته استازيتوب ولري.

دې وويل داسې اپوزيسپون بايد موجود وي چې د سورېې د ټولو برخو او وگړو غږ پورته کړاى شي.

مېرمن کلنټن وايي موږ دغه راز داسې اپوزېسيون ته اړتيا لرو چې دا خبره ېې ثابته کړي وي چې د اسلام پالو له خوا د سورېې د انقلاب غلا کولو په وړاندې ېې مقاومت کړى وي.

بل خوا د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو او عربي هېوادونو ځانگړي استازي لخضر براهيمي له مسکو وروسته په بيجنگ کې له چينايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

روسيه او چين هغه هېوادونه دي چې په امنيت شورا کې ېې د سورې په اړه د پرېکړه ليکونو مخه نيولې ده.

د چين د بهرنېو چارو د وزرات وياند ويلي د سورېې د کړکيچ د هواري لپاره ېې لخضر براهيمي ته څلور فقريزه وړانديزونه کړي، خو نور جزییات یې په ډاګه نه کړل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .