لسګونه وسله والو د لېبیا د پارلمان ودانۍ نيولې

د خپريدو وخت: 06:02 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391
لېبيا

د پارلمان په ودانۍ کې ځواکونه شته، خو ورته ويل شوي چې له وسله والو سره جګړې ونه کړي

په لېبيا کې لسګونه کسانو د نوي حکومت پر ضد د احتجاج په ډول د لېبيا د پارلمان ودانۍ نيولې ده. دا ملېشه ځواکونه وايي ځېنې وزيران بايد له دې امله لرې شي چې د ډګروال معمر قذافي د حکومت سره يې تړاو درلود.

پارلمان تېره ورځ د لومړي وزير علي زيدان حکومت تاييد کړ، د هغه په حکومت کې ازاد خياله او اسلام پاله دواړه شامل دي.

ښاغلی زیدان غواړي د يوه داسې ايتلافي حکومت مشري وکړي، چې د هغه په وينا ټولو ګوندونو ته د منلو وړ وي.

د لېبيا له پلازمېنې طرابلس نه د بي بي سي خبرياله وايي چې ځينې وسله وال په پوځي يونيفورم کې او ځينې نور يې په ملکي جامو کې دي.

د دغو کسانو يو شمېر يې د طرابلس او يو شمېر نور يې د مسراتا ښار دي چې ډېر لږ يې له خبريالانو سره خبرې کوي.

د پارلمان ودانۍ ته غځېدلې لار جلا نړۍ ښکاري، د امنيت لپاره ګومارل شوي امنيتي ځواکونه هلته نه ليدل کېږي.

د دغو وسله والو يوه يې، بي بي سي ته وويل په نوې کابينه کې د شاملو کسانو ځينو يې د قذافي سره د اوږدې مودې اړيکې لرلې، دوی هغوی نه غواړي او بايد لرې شي.

د ولسمشرۍ د ګارد ځواکونه د پارلمان په ودانۍ کې شتون لري، خو ورته ويل شوي چې له ورغلو وسله والو سره له جګړې ډډه وکړي.

د دغو وسله والو په اړه فکر کېږي چې د کړکېچ د هواري لپاره له سياستوالو سره په خبرو بوخت دي.

که څه هم په تېر جولای مياشت کې د پارلمان لپاره شوې ټاکنې تر ډېره په سوله ييز ډول ترسره شوې، خو د روانې بې ثباتۍ له امله د واک لېږد له ستونزو سره مخامخ دی.

د ډېرو څېړونکو په اند د ملېشو کنټرول او په يوه پوځ کې د هغوی شاملول به نوي حکومت ته يوه لويه ننګونه وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .