م م د تبتيانو د گيلو لرې کولو غږ وکړ

د خپريدو وخت: 19:33 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391

ملگري ملتونه وايي د تبتيانو د گيلو او شکايتونو د لېرې کولو لارې چارې بايد ولټول شي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ادارې مشرې د چين پر حکومت د تبتيانو د گيلو او شکايتونو د لېري کولو غږ وکړ.

په دې ورستيو کې تبتيانو په يو لړ اعتراضونو لاس پورې کړی چې په پايله کې ېې ډېرو تبتيانو د خلکو په مخ کې ځانونو ته اور اچولى دى.

د چين د واکمنۍ پر ضد اعتراضونه د هغه هېواد د ختيځ ايالت تبت لېرې پرتو سيمو ته غځېدلي دي.

شاوخوا ٦٠ ښځينه او نارينه راهبانو او د هغوی پلويانو د چين د واکمنۍ پر ضد ځانونه ته اور اچولی دی.

ملگري ملتونه وايي د تبتيانو د گيلو او شکايتونو د لېرې کولو لارې چارې بايد ولټول شي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشرې نوي پلې وويل د سوله ييزو مظاهره چيانو د تري تم کېدو، بندي کېدو او د هغوی پر ضد له زوره د کار اخيستنې راپورنه تر لاسه شوي دي.

اغلې پلې د ١٧ کلنۍ تبتۍ نجلۍ د قضې يادونه وکړه چې وايي چارواکو وروسته تر هغه وهلې، ټکولې او په درو کالو بند محکومه کړې وه چې يو شمېر پاڼې ېې وېشلې وې چې په کې تبت ته د دلاى لاما د راستنېدو غوښتنه شوې وه.

نوموړې وويل د تبتيانو د لانجې په اړه ېې څو وارې د چينايي حکومت سره خبرې کړي او په خبرو کې ېې پر دې ټينگار کړى چې په تبت کې ټولنيز ټيکاو د غښتلو امنیتي گامونه او د ولس د ځپلو له لارې نه شي رامنځ ته کېداى.

د چين امنيتي ځواکونه د ډېرو ناکراره تبیتي سيمو د تړلو هڅه کوي او بهرنيو ژورنالستانو او څارونکو ته د ورتگ اجازه نه ورکوي.

حکومت پر جلا وطنه تبتيانو، ناکراريو ته د لمن وهلو تور لگوي.

يوه سيمه ييز حکومت د مظاهرو د تنظيمونکو او هغه کسانو په اړه چې ځان ته د اور اچولو تکل لري د معلوماتو د ورکولو پر سر جايزه ايښې ده.

نوي پلې وويل دا د تبتيانو ناهيلي احساسوي او د ټولنې او مذهبي ډلو له مشرانو ېې غوښتنه وکړه چې د تبتيانو د ځان وژنې بهير ودروي. .

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .