امریکا کې ټاکنیز کمپاین وروستي پړاو ته ورسېد

د خپريدو وخت: 11:01 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

دواړه کاندیدان غواړي له دې وروسته خپل کمپاین په شدت سره پر مخ بوځي.

د امریکا دولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین وروستي پړاو ته رسېدلی دی.

دواړو کاندیدانو ولسمشر باراک اوباما او سیال یې مېټ رامني په هغو ایالتونو کې خپل کمپاین پیل کړی، چې ګومان کیږي، په بریالیتوب کې یې مهم رول لري.

دغه ایالتونه اوهایو، وسکانسن، کولراډو او ورجینیا دي. په وروستیو شېبو کې له راټولو شویو نظر پوښتنو جوتیږي، چې د دواړو کاندیدانو تر منځ به خورا سخته سیالې وشي.

خو په ټاکنو کې د مهمو ایالتونو له سروې معلومیږي، چې ولسمشر اوباما د خپل سیال مېټ رامني په پرتله یو څه وړاندې دی.

ولسمشر اوباما په اوهایو ایالت کې دریو ټاکنیزو غونډو ته وینا وکړه. اوباما په اوهایو کې د وینا پر مهال وویل، چې موږ پوهیږو چې بدلون څنګه ښکاري او هغه والیان چې مټ رومني یې ښيي، په هغو کې داسې څوک نه شته.

بل لور ته په امریکا کې د کار موندنې ادارې د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د اکتوبر د میاشتې په اوږدو کې ۱۷۱ زره کسان په دندو ګومارل شوي دي.

دغه شمېره له هغې ډېره ده، چې تمه یې کېده.

له دې سره هم د وزګارۍ کچه اووه اعشاریه نهه ته ختلې ده. د سپتمبر په میاشت کې دغه کچه اووه اعشاریه اته سلنه وه.

لامل یې دا بلل کیږي چې د اکتوبر په میاشت کې ډېرو وزګارو کسانو د کار موندنې هڅه وکړه. دواړو کاندیدانو د خپل ټاکنیز کمپاین په ویناوو کې دغه ټاکنې د امریکا د دوه ډوله ژوند د طرز تر منځ پرېکړه وبلله.

اوباما په اوهایو کې د وینا پر مهال وویل، چې موږ پوهیږو چې بدلون څنګه ښکاري او هغه والیان چې مټ رومني یې ښيي، په هغو کې داسې څوک نه شته.

د کار موندنې د شمېرو په اړه د خبرو پر مهال اوباما وویل، چې موږ رښتینی پرمختګ کړی، خو موږ لا هم باید ډېر کار وکړو.

بل لور ته میټ رامني په خپله وینا کې وویل، چې دغه شمېرې ښيي چې د امریکا اقتصاد په کنګل شوي حالت کې دی.

"اوباما د بدلون راوستو ژمنه کړې وه، خو پوره یې نه کړه. زه د بدلون راوستو ژمنه کوم او زما تېر وخت شاهد دی چې زه دا تر لاسه کولای شم"

مېټ رامني

د نوموړي په وینا " اوباما د بدلون راوستو ژمنه کړې وه، خو پوره یې نه کړه. د ده په خبره( زه د بدلون راوستو ژمنه کوم او زما تېر وخت شاهد دی چې زه دا تر لاسه کولای شم"

د ولسمشر اوباما په څېر مرستیال ولسمشر جوبایډن هم خپله ورځ د ټاکنیز کمپاین لپاره په وسکانسن کې تېره کړه او د مرستیال ولسمشر د څوکۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو کاندید پال راین په کولراډو او اوهایو کې کمپاین وکړ.

نوموړي وروسته له میټ رامني سره د هغه په غونډه کې هم ګډون وکړ. د ولسمشر اوباما مېرمن مشل اوباما په ورجینیا کې په بیلا بیلو ټاکنیزو غونډو کې ګډون وکړ.

د خبریالانو په وینا، د ګوتو په شمېر ایالتونو د ټاکنو پایلې به په ټاکنو کې مهم رول ولري. د لاطیني رایې ورکونکو له یوې ارزونې جوته شوې ده، چې د دې رایې ورکونکو ۷۰ سلنه د ولسمشر اوباما پلویان دي، چې د هغه د سیال میټ رامني په پرتله ۲۰ سلنه ډېر دي.

ولسمشر اوباما خپلو پلویانو ته ویلي، چې باید ژر د رایې اچولو مرکزونو ته لاړ شي. بل لور ته نوموړې خپله رایه تېره اوونۍ په شیکاګو کې وکاروله. د اټکل له مخې ویل کیږي، چې ۴۴ ملیونه کسانو له مخکې نه خپله رایې کارولې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .