د چين واکمن، کمونست ګوند

د خپريدو وخت: 23:27 گرینویچ - 04 نومبر 2012 - 14 لړم 1391
د چين کمونست ګوند

ټاکل شوې د چين کمونست د ۱۸ ملي کاګرېس غونډه د نومبر پر اتمه ترسره شي.

د چين ولسي جمهوريت، له هغه راهيسې چې د ۱۹۴۹ کال اوکتوبر کې يې بنسټ ايښودل شوی، يوازې يو واکمن ګوند لري، چې د چين کمونست ګوند دی.

له ۸۰ مليون ډېرو غړيو سره د چين کمونست ګوند په نړۍ کې تر ټولو ستر سياسي جوړښت بلل کېږي.

د چين کمونست ګوند (CPC) بنسټ د چن ډو شيو (Chen Duxiu) او لي ډاجاو (Li Dazhao) له خوا په ۱۹۲۱ کال کې په شانګهای کې ايښودل شوی و.

دغه ګوند چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت واکمنو په مرسته جوړی شوی و، اصلي موخه يې په چين کې د کمونستي ايډيولوژۍ تبليغونه، او هم له ساحې نه د ګوومېنګ دانګ ګوند لرې کول و، چې په ۱۹۱۲ کال کې د چينګ واکمنې کورنۍ لړۍ له راپرځونې وروسته ستر سياسي ځواک شوی و.

د جاپاني نيواک پر وړاندې له کلونو جګړې، بيا ځينې وخت ايتلافونو او هم ځينې وخت خپل منځيو جګړو وروسته کمونست ګوند ګووکېنګ دانګ ګوند ته ماته ورکړه، او د ۱۹۴۹ کال اوکتوبر کې يې د ماوزېډونګ په مشرۍ د چين ولسي جمهوريت اعلان کړ.

د چين کمونست ګوند د واکمنۍ خپلې ځانګړې بڼې له مخې د نړۍ له خورا کمو هغو ګوندونو دی، چې لسيزې موده په واک کې پاتې شوي دي.

د شوري اتحاد کمونست ګوند له ۱۹۱۷ نه تر ۱۹۹۱ پورې ۷۴ کاله، د تايوان ګوومېنګ دانګ ګوند له ۱۹۲۸ نه تر ۲۰۰۰ کال پورې ۷۲ کاله، د مکسيکو اداري انقلابي ګوند له ۱۹۲۹ نه تر ۲۰۰ کال پورې ۷۱ کاله داسې ګوندونه دي چې پر خپلو هېوادونو کې لسيزې اوږده موده په واک کې پاتې شوي دي.

د چين کمونست ګوند تر دې مهاله د دغو ګوندونو ترمنځ پر دوهم ځای راځي، چې د ۱۹۴۹ کال له اوکتوبر راهيسې څه د پاسه ۶۳ کاله پر چين واکمن دی.

په لويه کچه د دغه ګوند غړي حکومتي چارواکي، پوځي افسران، بزګران اود دولتي شرکتونو کارکوونکي دي، خو د ټول چين استازيتوب نه کوي. د بېلګې په ډول د ښځو ونډه په کې کمه ده، او د څلورو غړيو ترمنځ يوازې يوه يې ښځه وي.

له کمونست ګوند سره تړاو ستر غوراوی او امتيازونه لري. د ګوند غړي په پوهنه، زده کړو او دندو موندنو کې خورا زياتې اسانتياوې لرلی شي.

په دوديز ډول دا چې په اوسني چين کې پېژندګلوۍ او اړيکو ته له وړتياوو زيات ارزښت ورکول کېږي، نو د کمونست ګوند غړي د پرېکړو څښتنانو کړيو ته لار موندلی شي، چې په پايله کې د دوی پر دندو، ژوند او کاروبار اغېز پرېږدي.

ګونديز سياست

د کمونست ګوند ملي کانګرېس غونډه به د ګوند نوې سياسي بيرو ټاکي.

چين وايي پر کمونست ګوند سربېره په دغه هېواد کې اته ديموکراټيک ګوندونه هم فعاليت کوي، او ګنې "د چين کمونست ګوند تر مشرۍ لاندې ګڼ ګونديزه همکاري او سلامشورې په چين کې بنسټيز سياسي نظام جوړوي".

دغه ګوندونه، د چين د ګوومينګ دانګ ګوند انقلابي کميټه، د چين ديموکراتيکه ټولنه، دچين د ملي او ديموکراتيکې ودانۍ ټولنه، د چين ديموکراتيک پرمختګ ټولنه، د چين د بزګرانو او کارګرانو ديموکراتيک ګوند، د چين د جه ګونګ ګوند، د جيو سان ټولنه او د تايوان د يموکراسۍ او کورواکۍ ټولنې په نامه يادېږي.

د چين حکومت په باور د دوی د ګڼ ګونديزې همکارۍ نظام د ځينو سوسياليستي هېوادونو له يو ګونديزې واکمنۍ، او دغه راز د ځينو پانګوالي هېوادونو له ګڼ ګونديزې واکمنۍ سره هم توپير لري.

خو هغه بڼه چې دوی يې د خپل هېواد د واکمنۍ ځانګړنه بولي، د چين کمونست ګوند په کې يوازينی اړخ په ګوته کوي چې په وينا يې د ګڼ ګونديزې همکارۍ دغه نظام کې د سياسي مشرتابه رول لري.

هغه جوړښتونه چې چين يې ديموکراټيک ګوندونه بولي، وايي د اساسي قانون په سيوري کې له کومنست ګوند سره برابر دي، خو له سياسي پلوه بيا ټول د کمونست ګوند واکمنۍ تر چتر لاندې دي.

د چين حکومت په وينا تر ۲۰۰۳ کال پورې په دغه هېواد کې ناکمونسته ګوندونو ۶۰۰ زره غړي لرل، او ګواکې د شمېرو له مخې ۱۴۰ زره يې په بېلابېلو کچو د خلکو کانګرېس يا جرګې لپاره استازي غوره شوي، او څه د پاسه ۸ زره يې د هېواد په کچه په حکومتي او قضايي دندو ګومارل شوي دي.

تیان ان من ډګر لاريون

د ۱۹۸۹ کال جون کې د تيان ان من ډګر لاريون ځپلو پر مهال سلګونه کسان ووژل شول.

خو دغه شمېرې د کمونست ګوند د ۸۰ مليونو غړيو په پرتله، چې د ژوند او ټولنې اسانتياوو او امتيازونو ته لاسرسی لري، ډېرې کمې بلل کېږي، او هغه څه چې دوی يې ډيموکراټيک ګوندونه بولي هېڅ ريښتني ځواک نه لري، دوی د کمونسټ ګوند تر څار لاندې وي، او هغوی چې د دوی له څار بهر د واکمن ګوند مخالفت وکړي، او يا يې د واکمنۍ لارې چارې وننګوي، په زور سره ځپل کېږي.

په ۱۹۸۹ کال کې د (تيان ان من) ډګر د لاريونونو ځپنه د چين واکمن کمونست ګوند د ځپونګې تګلارې تاريخي پېښه بلل کېږي.

د ګونديزې واکمنۍ بڼه

د چين کمونست ګوند د واک له مخې د هرم بڼه لري، چې ښکته بنسټ يې د هېواد لروبر په ځايي ډول ګوندي سازمانونه جوړوي، او جوړښت يې مخ پر لوړه په تدريجي ډول په پلازمېنه بېجينګ کې د لوړې کچې ادارو ته رسېږي.

له نظري پلوه د هرم څوکه د ګوند ملي کانګرېس (NPC) دی، چې هر ۵ کاله يو ځل سره غونډه کوي، او د هېواد له لروبره په کې د ګوندي سازمانونو ۲۰۰۰ پلاوي غونډېږي.

د دغه کانګرېس لويه دنده د ګوند ۲۰۰ تنو بشپړ غړيتوب او د ۱۵۰ تنو ټيټې کچې بديلو غړيو مرکزي کمېټې غوره کول دي، خو په حقيقت کې نژدې ټول دغه غړی له مخکې چاڼ شوي وي.

د کمونست ګوند مرکزي کمېټه بيا په خپل وار نوې سياسي بيرو، او د دغې بيرو وړه دايمي کمېټه غوره کوي، چې د پرېکړو ريښتنی واک ورسره وي.

د چين کمونست ګوند له مهمو مشرانو ماو زېدونګ (Mao Zedong)، جو ېنلای (Zhou Enlai)، لين بياو (Lin Biao)، ليو شاوچي (Liu Shaoqi)، ډېنګ شياو پېنګ (Deng Xiaoping)، جاو زيانګ (Zhao Ziyang)، هو ياوبانګ (Hu Yaobang)، جيانګ زېمن (Jiang Zemin)، او لي پېنګ (Li Peng) دي.

هو جينتاو (Hu Jintao) او وېن جیباو (Wen Jiabao) د دغه ګوند وروستۍ مودې مشران وو، او د ګوند کانګرېس کېدونکې غونډه کې به شي جېنپېنګ (Xi Jinping) او لي که چيانګ (Li Keqiang) د نويو مشرانو په توګه ټاکل کېږي.

د چين کومنست ګوند د پخوا له يو کسيزې مشرتابه نه، اوس د سياسي بيرو، ګڼ کسيزې مشرتابه بڼې ته رسېدلی دی

د چين کمونست ګوند پر کمونستې ايډيو لوژۍ ولاړ دی، خو په تېرو ۶۳ کلونو کې د بدلون له بېلابېلو پړاوونو تېر شوی دی.

دغه ګوند له اقتصاد سره په تړاو، له ۱۹۷۹ کال راوروسته هغه څه چې دوی يې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره بولي، پلې کړې، او د نورې نړۍ له پانګوالي نظامونو سره يې د راکړې ورکړې او سوداګرۍ پرانيستې تګلاره غوره کړې ده.

په اداري ډول د ماوزېدونګ او ډېنګ شياوپېنګ زمانې له يو کسيزې مشرتابه نه، بيا د تېرې پېړۍ نهمې لسيزې او روانې يويشتمې پېړۍ لومړۍ لسيزې په اوږدو او بيا اوس د سياسي بيرو، او د دغې بيرو دننه د دايمي کمېټې ګڼ کسيزې مشرتابه بڼې ته رسېدلی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .