سعودي پاچا د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ

د خپريدو وخت: 04:55 گرینویچ - سه شنبه 06 نومبر 2012 - 16 لړم 1391

شهزاده محمد بن نایف څه باندې ۵۰ کلن دی او دا هغه څه دي چې دی د سعودي له نورو چارواکو جلا کوي

د سعودي عربستان پاچا عبدالله ابن عبدالعزیز د خپل هېواد د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړی او پرځاي یې هغه سړی په دنده ګومارلی چې څو کاله یې د هېواد د امنیتي ادارو مشري کړې ده.

د کورنیو چارو نوی وزیر شهزاده محمد بن نایف دی. نوموړی د شهزاد نایف زوی دی چې څو لسیزې د کورنیو چارو وزیر پاتي شوي و خو د تېر جون په میاشت کې وفات شو.

د یوه شاهي فرمان له مخې د کورنیو چارو وزیر شهزاده احمد بن عبدالعزیز چې د پاچا عبدالله ناسکه ورور دی له دندې لرې شو.

له څه کم پنځو میاشتو راهیسې نوموړی د کورنیو چارو وزیر و خو د ده په خپله غوښتنه د پاچا عبدالله له خوا له دندې ګوښه شو.

"د کورنیو چارو نوی وزیر شهزاده محمد بن نایف دی. نوموړی د شهزاد نایف زوی دی چې څو لسیزې د کورنیو چارو وزیر پاتي شوي و خو د تېر جون په میاشت کې وفات شو."

هغه څوک چې د شهزاده احمد بن عبدالعزیر څوکۍ او ماڼې به نیسي شهزاده محمد بن نایف دی چې له ډیرو کلونو راهیسي په سعودي عربستان کې یوه ځواکمنه څیره ده.

د استخباراتو د مشر په توګه نوموړی په نښه شوی و خو د ترورو کېدو له یوې هڅې روغ رمټ ووت.

هغه څه چې ډیر مهم دی د هغه عمر دی. شهزاده محمد بن نایف څه باندې پنځوس کلن دی او دا هغه څه دي چې دی د سعودي له نورو چارواکو جلا کوي ځکه چې نور ټول چارواکي له اویا او اتیا کلونو اوښتي او له کلونو راهیسې یې د چارو واګي په لاسونو کې دي.

دا کار د دې څرګندویه ده چې له ډیر انتظار وروسته نوی نسل ته د مشرتابه د ورسپارلو بهیر پیل شو. په یو ناڅاپي ډول د شهزاده محمد بن نایف ګومارنه هم په سعودي عربستان کې کم سارې ده ځکه چې د سعودي عربستان په سیاسي ډګر او نورو برخو کې داسي څه ډیر نه پیښیږي چې خلک حیران کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .