چین د کمونست ګوند د مشرتابه پر بدلولو غږېږي

د خپريدو وخت: 07:06 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391

چین د مشرتابه د بدلولو بهیر پیل کړ

د چین ولسمشر هوجین تاو چې دنده یې پای ته رسېدونکې ده د لسېزې مشرتابه بدلون مهمه غونډه پرانیستله.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

تر لس کلنې مشرۍ وروسته، د چین په پکین کې کمونست ګوند د خپل مشرتابه د بدلولو لپاره بحث کوي.

دغه غونډه، چې تر د کمونست ګوند تر دوو زرو ډېر غړي ورغلي وو، د چینايي ولسمشر هوجن تاو په وینا پرانیستل شوه.

هوجن تاو، چې دنده یې پایته رسېدونکې ده، وویل چې له فساد سره به مبارزه چټکه او اصلاحات راولي.

هغه دا هم وویل چې "چین له بې ساري ننګونو سره مخامخ دی، او اوسنی نسل باید د ستونزو د هواري لپاره ډېر کار وکړي."

دغه غونډه تر یوې اوونۍ پورې دوام لري.

په بیجینګ کې د غونډې په موخه ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي، چې د بشري حقونو د ډلو په وینا، یو شمېر اعتراض کوونکي نیول شوي یا په کورونو کې نظر بند ساتل شوي دي.

د قانون ماتوونکو لپاره عدالت

د چین ولسمشر هوجن تاو پخپله وینا کې وویل، چین هڅه کوي چې کورنۍ او نړیوال چاپېریال بدل کړي:

د چین د مشرتابه بدلون

  • په هرو ۱۰ کالو کې د کمونست ګوند ځانګړې ناسته
  • دا مهال، تر ۶۸ کلونو د ډېر عمر مشران متقاعد کېږي
  • د اوو یا نهو جګپوړو نویو ډلو مشران لاهم نامعلوم دي
  • د نومونو په باب کې په پټه پرېکړه شوې، خو ټاکل شوي لا نه دي
  • ګوندونه او ډلې تر پالیسیو ډېرې مهمې دي

"زموږ لوړ هدف باید دا وي چې سخت کار وکړو او په علمي توګه د پرمختګ پر لوري خپل فعالیتونه جاري وساتو، او د خلکو ژوند ته پام وکړو. "

هغه وویل: "دا چې د چین پرمختګ ته د ټولو سترګې دي، باید انډول ته یې پام وکړو، او جدي ستونزو ته د حل لاره او د فساد پرضد مبارزه ګړندۍ کړو. که چېرې موږ ددې موضوع په بریالیتوب کې پاتې راشو، نو زموږ ګوند به د تباهۍ لوري ته بوځي او ان د ګوند او حکومت د ړنګېدو امکان رامنځ ته کولی شي. "

هوجن تاو دا هم وویل "هرڅوک چې قانون ماتوي، ارومرو به عدالت ته راکاږل کېږي، هغوی که چارواکي وي یا کوم بل څوک."

چینايي ولسمشر د کمونیست ګوند پر ټولو غړو او چینايي ولس د پرمختګ غږ وکړ"د کمونیستي لارې په رڼا کې په ثابت او ټینګ عزم باید پرمختګ وکړو، او خپله ټولنه په شامل ډول د پرمختګ مخکښه کړو. "

واک

د چين کمونست ګوند د واکمنۍ خپلې ځانګړې بڼې له مخې د نړۍ له خورا کمو هغو ګوندونو دی، چې لسيزې موده په واک کې پاتې شوي دي.

د شوروي اتحاد کمونست ګوند له ۱۹۱۷ نه تر ۱۹۹۱ پورې ۷۴ کاله، د ټايوان ګوومېنګ دانګ ګوند له ۱۹۲۸ نه تر ۲۰۰۰ کال پورې ۷۲ کاله، د مکسيکو اداري انقلابي ګوند له ۱۹۲۹ نه تر ۲۰۰ کال پورې ۷۱ کاله داسې ګوندونه دي چې پر خپلو هېوادونو کې لسيزې اوږده موده په واک کې پاتې شوي دي.

کمونست ګوند

  • له ۱۹۴۹ راهیسې یې پر چین واک کړی
  • په ۲۰۱۱ کې یې ۸۳ غړي وو
  • ٪۷۷ غړي یې نارینه دي
  • د هېواد په کچه اووه بډایه سړي د ګوند غړي دي

د چين کمونست ګوند تر دې مهاله د دغو ګوندونو ترمنځ پر دوهم ځای راځي، چې د ۱۹۴۹ کال له اوکتوبر راهيسې څه د پاسه ۶۳ کاله پر چين واکمن دی.

مهم مشران

د چين کمونست ګوند له مهمو مشرانو ماو زېدونګ (Mao Zedong)، جو ېنلای (Zhou Enlai)، لين بياو (Lin Biao)، ليو شاوچي (Liu Shaoqi)، ډېنګ شياو پېنګ (Deng Xiaoping)، جاو زيانګ (Zhao Ziyang)، هو ياوبانګ (Hu Yaobang)، جيانګ زېمن (Jiang Zemin)، او لي پېنګ (Li Peng) دي.

هو جن تاو (Hu Jintao) او وېن جیباو (Wen Jiabao) د دغه ګوند وروستۍ مودې مشران وو، او د ګوند کانګرېس کېدونکې غونډه کې به شي جېنپېنګ (Xi Jinping) او لي که چيانګ (Li Keqiang) د نويو مشرانو په توګه ټاکل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .