اوباما برما ته سفر کوي

د خپريدو وخت: 09:07 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391
کلنټن او سوچي

کلنټن د ۲۰۱۱ په دسمبر کې برما ته سفر کړی و.

سپينې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر اوباما به په روانه میاشت کې د مخالفانو له مشرې آنګ سان سوچي او ولسمشر تین شین سره د لیدو لپاره برما (میانمار) ته سفر وکړي.

ښاغلی اوباما په دې درې ورځني سفر کې چې د روانې نومبر له ۱۷ تر ۲۰ پورې به دوام وکړي، تایلنډ او کمبودیا ته هم سفرونه وکړي.

د برما حکومت یو لړ اقتصادي او سیاسي اصلاحات پیل کړيو چې د امریکا حکومت یې هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن هغه لومړی جګپوړي امریکایی چارواکی دی، چې برما ته یې سفر کړی دی.

هغې د تېر ۲۰۱۱ کال په دسمبر کې برما ته سفر وکړ.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د جنوبي او ختیځې اسیا د ولسونو په غونډه کې هم ګډون وکړي، چې په کمبودیا کې جوړېدونکې ده.

وړاندې نړیوال بانک د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته د برما د پرمختیایي چارو لپاره منلې وه.

تر هغه وروسته چې د برما سیاسي بندیان خوشي شول او آغلې سوچي په پارلماني ټاکنو کې وټاکل شوه، امریکا برما ته خپل دایمي سفیر وټاکه او پر دغه هېواد یې لګول شوي بندیزونه وځنډول.

همدارنګه، په پام کې ده چې امریکا برما ته د توکو پر سر بندیزونه راکم کړي.

تر اوسه د برما د توکو په اړه د امریکا له لوري لګول شوي بندیزونه تر ټولو لوی دي.

شنونکي وايي، د اوباما حکومت په برما کې سیاسي بدلونونه یو داسې فرصت ګڼي، چې په لړ کې یې د چین نفوذ راټیټېدلی شي.

داسې ښکاري چې د بشري حقونو سازمانونه برما ته د اوباما د سفر په اړه نیوکه لري؛ ځکه چې د برما حکومت لاهم ددغه هېواد په لوېديځ کې د تاوتریخوالو په پایته رسولو نه دی توانېدلی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .